د لمړیو توکو او نفتي موادو د سوداګرو دستونزو او ننګونو څیړنه
شنبه :د تلې ١٠مه ١٤٠٠
د افغانستان د اسلامي امارت د ریاست الوزرا لوموړي مرستیال په مشرۍ،د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست وزیر ښاغلي نورالدین عزیزي ،د وزارت مرستیالانو،د کابل ښاروال اود خصوصي سکتور استازو په ګډون د لومړیو خوراکي توکو او نفتي موادو د سوداګرو سره د مشورې او نظر غوښتنې لمړۍ غونډه ترسره شوه.
په پیل کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست وزیر ښاغلي نورالدین عزیزی د ااا مشرتابه او د غونډې ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او د یادې جلسې موخو په بیانولو سره یې غونډه پیل کړه.
ورپسې ښاغلي حنفي د خپلو تفصیلې خبرو په ترڅ کې وویل چې ددې غونډې اساسی موخه د ولس ستونزو ته رسیدنه،د لومړیو خوراکي او نفتي توکو د کموالي اونرخونو د لوړوالي مخنیوی دی.
په دې غونډه کې دریس الوزرا مرستیال د خصوصي سکتور استازو ته ډاډ ورکړ چې د ااا د هغوي د ستونزو د حل لپاره ژمن دی،نوموړی زیاته کړه؛اوس د همکارۍ فصل زموږ ګډ مسولیت دی موږ سوداګرو او پانګوالو ته د اسانتیاوو رامنځته کولو هڅې کوو.
همد راز د کابل ښاروالۍ مشر له خصوصی سکتور او سوداګرو وغوښتل چې د لومړیو توکو د احتکار مخنیوي وکړی.
وروسته د خصوصي سکتور استازو خپلې ستونزې او ننګونې څرګندې،د نرخونو د کنترول،په لومړنیو خوراکی توکو او نفتي موادو د تعرفې او مالیاتو کمښت لپاره یې خپل وړاندیزونه شریک کړل.
په پای کې د ښاغلي حنفي په لارښونه پریکړه وشوه چې لمړې دې د خصوصي سکتور ستونزې او ننګونې په لیکلې بڼه شریکې شي ،د صنعت او سوداګرۍوزارت دې هر سکتور سره په ځانګړی ډول کاری غونډی ترسره د هرې برخې لپاره هراړخیزې حل لارې په نښه او او د لارښونې لپاره دې د اقتصاد عالی کمیسیون ته وړاندې کړی.