کندهار ولایت ته د صنعت او سوداګرۍ وزارت دمشرتابه سفر

reza_admin
Wed, Mar 23 2022 8:41 AM
کندهار ولایت ته د صنعت او سوداګرۍ وزارت دمشرتابه سفر

سه شنبه:د وری ٢مه ۱۴۰۱

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست ښاغلي نورالدین عزیزی تیره یکشنبه د یو پلاوې په مشرۍ کندهار ولایت ته سفر وکړ پاتې دې نه وی چې په دې سفر کې د دې وزارت د صنعت او سوداګریزو چارو مرستیال ښاغلي مولوی قدرت الله جمال هم ګډون درلود.

دوزارت مشرتابه د قندهار ولایت د صنعت اوسوداګرۍ له ریاست څخه لیدنه وکړه، دهغه ریاست له کارکونکو یې غوښتنه وکړه تر څو داسلامي امارت د د بریا د راز (صداقت ) او (اخلاص) څخه پیروی وکړﺉ ،د سوداګرو او پانګوالو پر وړاندې د مسئولیت احساس وکړی او د هغوي ستونزو او ننګونو ته پر وخت رسیدګې وکړی.

همدا راز د وزارت مرستیال ښاغلی مولوی قدرت الله جمال،دصنعت کار او سوداګر خدمت زموږ ایمانې او دیني دنده اووجیبه، او کارکونکې  يې ددې وجیبې په ترسره کولو ملزم وبلل.

ورپسې د قندهار ولایت د صنعت او سوداګرۍ ریس ښاغلی قاری حمدالله یعقوب قندهار ولایت ته دصنعت او سوداګرۍ وزارت دمشرتابه هرکلی وکړ او  ژمنه يې  وکړه چې ددې ولایت صنعت کارانو،سوداګرو او پانګوالو د خدمت په برخه کې به خپلې هڅې ونه سپموی .

په پای کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت مشرتابه پلاوي د کندهار ولایت د صنعت او سوداګرۍ ریاست له دفترونو او ارشیف څخه لیدنه وکړه او مسوولینو ته یې د اسنادو د ساتنې  په موخه لازمې لارښوونې وکړې.

Latest news

Sat, Apr 19 2025 8:57 AM
Background image

IEA's Acting Minister of Industry and Commerce Meets with Pakistan's Deputy Minister of Interior

Acting Minister of Industry and Commerce of the Islamic Emirate of Afghanistan honorable Mr. Alhaj Nooruddin Azizi, along with his accompanying delegation, met with Muhammad Khurram. . .

Sat, Apr 19 2025 8:53 AM
Background image

Acting Minister of Industry and Commerce Meets with Private Sector Members of Pakistan

IEA's Acting Minister of Industry and Commerce honorable Mr. Alhaj Nooruddin Azizi along with his accompanying delegation

Sat, Apr 19 2025 8:50 AM
Background image

Efforts To Enhance Trade and Transit Ties With Pakistan and Address Issues of Afghan Refugees

The IEA's Acting Minister of Industry and Commerce honorable Mr. Alhaj Nooruddin Azizi along with the representative from the

BACK TO NEWS