د زعفرانو د ملي اتحادیې غړو سره لیدنه

reza_admin
Thu, Mar 31 2022 8:44 AM
د زعفرانو د ملي اتحادیې غړو سره لیدنه

چهارشنبه: د وری ۱۰مه ۱۴۰۱

دا غونډه چې د دصنعت اوسوداګرۍ وزارت  د مرستيال ښاغلي مولوی قدرت الله جمال په مشرۍ ، د دغه وزارت د یو شمیر رئیسانو،دهیواد دمرکز او ولایاتو څخه د زعفرانو کروندګرواو کاروباریانو په کې ګډون  جوړه شوې وه .

د زعفرانو کاروباریانو  د زعفرانو د تولید، پروسس او سوداګرۍ په برخو کې د شته ستونزو په اړه خبرې وکړې او خپل وړاندیزونه یې د وزارت مشرتابه ته وړاندې کړل.

د صنعت او سودارګۍ وزارت مرستیال ښاغلی مولوی قدرت الله جمال وویل، د ویاړ خبره ده چې موږ ټول د هیواد دتولیداتو او صادراتو د ښه والې لپاره راټول شوې یو او دا چاره  موږ هڅوي؛ موږ په بیلابیلو پلانونو کار کوو او د ټولو اړخونو په نظر کې نیلو سره به د پرمختګ لپاره لا زیاتې هڅې وکړو.

ښاغلي جمال زیاته کړه، چې له بهرنیو هېوادونو سره ټولې جوړې شوې غونډې کې دزعفرانو پر سوداګرۍ بحث ترسره کیږی ، چې یوه بېلګه یې څو ورځې وړاندې افغانستان ته د چین د بهرنیو چارو وزیر سفر وه، چې د زعفرانو سوداګري د دغه هېواد د اجنډا په سر کې وه.

د يادونې وړ ده، چې په دې غونډه کې د هېواد د زعفرانو د سکتور ټول غړې رابلل شوې وه ، ترڅو د خپلو ستونزې، وړانديزونه او غوښتنې د وزارت مقام سره د حل په موخه شریکې کړي.

پټه دې نه وې چې  د هېواد زعفران د کیفیت له پلوه په نړۍ کې لومړی مقام او د زعفرانو د ملي اتحادیې مسوولینو په وینا د کمیت له له پلوه د هیواد زعفران د نړې په کچه دویم ځای لري.

Latest news

Sat, Apr 19 2025 8:57 AM
Background image

IEA's Acting Minister of Industry and Commerce Meets with Pakistan's Deputy Minister of Interior

Acting Minister of Industry and Commerce of the Islamic Emirate of Afghanistan honorable Mr. Alhaj Nooruddin Azizi, along with his accompanying delegation, met with Muhammad Khurram. . .

Sat, Apr 19 2025 8:53 AM
Background image

Acting Minister of Industry and Commerce Meets with Private Sector Members of Pakistan

IEA's Acting Minister of Industry and Commerce honorable Mr. Alhaj Nooruddin Azizi along with his accompanying delegation

Sat, Apr 19 2025 8:50 AM
Background image

Efforts To Enhance Trade and Transit Ties With Pakistan and Address Issues of Afghan Refugees

The IEA's Acting Minister of Industry and Commerce honorable Mr. Alhaj Nooruddin Azizi along with the representative from the

BACK TO NEWS