د صنایعو او معادن خونې او د قیمتي ډبرو د خر څلاو له مرکز څخه لیدنه

شنبې د غبرګولي ۲۸ نیټه، ۱۴۰۱کال
د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین محترم مولوي قدرتالله جمال د بدخشان ولایت د صنایعو او معادن خونې د قیمتي او نیمه قیمتي ډ برو د خرڅلاو او پرؤسس له مرکز څخه لیدنه وکړه.
محترم هدیتالله حکیمی د بدخشان ولایت د صنایعو او معادن رئیس په پېل کې د صنعت او سوداګرۍ چارو معین محترم مولوي قدرتالله جمال له راتګ څخه مننه وکړه او څرګنده یې کړه د صنعت او سوداګرۍ ریاست په همکارۍ سره د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د پرؤسس مرکز کې څه باندې ۲۳ بابه د کانونه جوړ شوي دي او د صنایعو او معادن خونې دفتر هم همدلته دی. همدارنګه د بدخشان ولایت د صنایعو او معادن خونې رئیس د خپلو فعالیتونو خبرې وکړې او زیاته یې کړه
چې په یا دو اتاقون کې د بیلا بیلو د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د پرؤسس او پلورلو تر څنګ د ښځینه لاسی صنعت تو کي هم خرڅیږي کي.
ورپسې ښاغلي مولوي قدرت الله جمال د بدخشان ولایت یو له صنعتي ولایتونو څخه یاد کړ؛ او د ښځو دلاسي صنایع او د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د نندارتون پر پرانیستلو یې ټینګار وګړ.
په همدې لړ کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین له هغې ځمکې څخه چې د بدخشان ولایت ښاروالۍ له لوري د صنعت او سوداګرۍ وزارت د ودانۍ رغونې لپاره ځانګړې شوې ده، له نژدې څخه ولیده او ژر تر ژره یې د بدخشان ښاروالۍ څخه د صنعت او سوداګرۍ ریاسته د ځمکې د اسنادو د انتقال په اړه مسؤلینو ته لازم هدایت ورکړل.
همدارنګه مولوي قدرت الله جمال درې قطعې نورې هغه ځمکې هم له نژدې څخه وکتې چې د بدخشان ولایت د صنعت او سوداګرۍ ریاست له لوري د صنعتي پارکونو لپاره په نښه او په پام کې نیول شوې دي.
د یادونې وړ ده چې په دې کتنه کې د صنعت او سوداګرۍ چارو معین سره د بدخشان ولایت د صنعت او سوداګرۍ ريس محترم مولوي سیفالرحمن رحیمی او ورسره همکارانویې همراهي کوله.