د ساختماني سکتور سره غونډه
نیټه: یکشنبه د محرم۲۳مه ۱۴۴۴
د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال ښاغلي مولوي قدرت الله جمال د کابل د ودانیو جوړونکو د اتحادیې له مرستیال او غړو سره وکتل.
د کابل دساختماني سکتور د اتحادیې مرستیال له ښاغلي مولوي جمال سره د ساختماني سکتور ستونزې شریکې کړې او دهغو د حل غوښتنه یې وکړه.
د دغه وزارت مرستیال د دوی د ستونزو له اورېدو وروسته ،د ساختماني سکتور ستونزو د حل ډاډ وکړ.
په پای کې د کابل ښار د ساختمانی چارو د اتحادیې له مرستیال او غړو غوښتنه وکړه چې خپلې ټولې ستونزې د صنعت او سوداګرۍ وزارت ته په لیکلې ډول له دلایلو سره وړاندې کړی.