د وزارت مرستیال ښاغلي قدرت الله جمال د سوداګري او پانګه اچونې د خونې څخه لیدنه وکړه
دوشنبه مورخ 21ربیعالاول 1444/25میزان 1401
د صنعت او سوداګري وزارت مرستیال ښاغلي مولوي قدرت الله جمال د سوداګري او پانګه اچونې له خونې څخه لیدنه ترسره کړه. یاده لیدنه چې پکې د نوموړې خونې معاون او سرپرست ښاغلی محمد یونس مومند او د لویدیځ زون رئيس هم شتون درلود د سوداګرو په ستونزو خبرې اترې وشوې.