د فابریکه لرونکو په ناسته کي د مولوی قدرت الله جمال ګډون
شنبه مورخ ۲۶ربیع الاول ۱۴۴۴/۳۰تله ۱۴۰۱
د صنعت او سوداګرۍ مرستیال ښاغلی مولوی قدرت الله جمال د صنایع سبز صنعتي پارکونو فابریکه لرونکو په ناسته کي ګډون وکړ.
دا غونډه چي د صنایع سبز صنعتي پارک فابریکه لرونکو لخوا په کابل اسټار هوتل کي جوړه شوی وه، ښاغلي جمال د خپلو خبرو په پیل کي د صنایع سبز صنعتي پارک د همغږی څخه په منني سره د دوی اتفاق او اتحاد د هیواد د صنعت په وده کي مهم وباله.
ښاغلي جمال صنعت کارانو ته په خطاب کي وویل تاسي د نورو هیواد والو په پرتله د صنعت او سوداګرۍ وزارت په فعالیتونو پوه یاست، او د دی وزارت رهبری متعهد دی چي د صنعت کارانو او فابریکه لرونکو ته د آسانتیاوی په رامنځته کولو سره د صنعت کاران او فابریکه لرونکو ستونزي حل کړی.