د بندرونو د ملي کمېټې د طرزالعمل د طرحې په اړه مشورتي غونډه
سه شنبه مورخ ۲۹ربیع الاول ۱۴۴۴/۳لړم ۱۴۰۱
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سرپرست ښاغلي نورالدین عزیزي په مشرۍ د دغه وزارت د صنعت او سوداګریزو چارو مرستیال ښاغلي مولوي قدرت الله جمال ،د بهرنیو چارو وزارت د مالیې او ادارې معین ښاغلي رحمت الحق فیصل، محترم حافظ انجنیر صدیق الله عابد د مالیې او ترانسپورت وزارت معین، ښاغلی سید محمدیونس آغا د ټولګټو چارو وزارت مالي او اداري معین، د سرحدونو او قبایلو وزارت معین عبدالرحمن، د ملي نورم او سټنډرډ ادارې د ټکنالوجۍ مشرمفتي فیض محمد حمید او د مالیې، کورنیو چارو، کرنې، اوبولګولو او مالیې وزارتونو باصلاحیته استازو، د چارو ادارې، د خوړو اودرملو ملي ادارې، د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې او د دغه وزارت د ا د یو شمیر رئیسانو په شتون کې د بندرونو د ملي کمېټې د طرزالعمل د طرحې په اړه مشورتي او نظریه غونډه جوړه شوه.
صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست ښاغلی الحاج نورالدین عزیزي د بندرونو او صنایعو د ملي کمېټې په اړه د هیواد په بندرونو ، او بندرونو کې د دغې کمېټې د جوړېدو پر اړتیا خبرې وکړې.
نومووړی وویل په پام کې لرو داسی یو بنسټ کیږدو چې د څیړونکې هئیت څخه پرته ټول کار په اوتومات او په نورمال ډول ترسره شی او د څو کلونو لپاره په کې بدلونونو ته اړتیا نه لیدل شی .
همدا راز ښاغلي عزیزي ټینګار وکړ چې زموږ موخه د خصوصي سکتور ملاتړ او د هغوی لپاره د لا زیاتو اسانتیاوو برابرول دي. موږ لا هم اراده لرو چې په بندرورنو کې د اړوندو اداراتو ترمنځ د کارونو د روڼتیا او سرعت په موخه نظارت او همغږي پیاوړې کړو.
ښاغلي عزیزي زیاته کړه، چې دا کار به فساد او کاری ستونزی له منځه یوسي او په پایله کې به د هېواد په بندرونو کې یو معیاري بهیر رامنځته شي.
د صنعت او سوداګریزو چارو مرستیال ښاغلي مولوی قدرت الله جمال د سرپرست وزیرښاغلي عزیزی د خبرو په تایید سره وویل چی د ااا د خپلو هېوادوالو پرړواندې مسووليت لري، او بندرونه هېواد د عايداتو له سرچينو څخه دي چې باید پاملرنه ورته وشی.
هغه زیاته کړه، د صنعت او سوداګرۍ وزارت د بندرونو د کمېټې د رهبرۍ د کړنلارې په مسوده کې دخیل دی او له ګډونوالو یې وغوښتل، چې خپل تخنیکي نظرونه په کامل دقت سره شریک کړي.
همدا راز د بهرنیو چارو ترانسپورت، او ټولګټو وزارتونو مرستیالان خپل نظریات د دی کمیټي عنوان، اهداف، او صلاحیتونو په اړه ناسته کي شریک کړل چي د غونډي د ګډون والو لخوا تایيد شو.
ورپسې ګډونوالو د بندرونو د ملي کمېټې د طرزالعمل پر مسودې خبرې وکړې، خپل تخنیکي او حقوقي نظریات او وړاندیزونه څرګند کړل.