د افتنتو مختلط سوداګریز دولتي شرکت خبرتیا

reza_admin
د افتنتو مختلط سوداګریز دولتي شرکت خبرتیا

د افتنتو مختلط سوداګریز دولتي شرکت په ۱۳۶۶ کال کې جوړ شوی او  د ۲۴ شریکانو په درلودلو سره خپل فعالیت یې پیل کړي او د ۱۳۶۹ کال تر اخیره په نورمال ډول خپل فعالیت ته دوام وړکړی دی.

د سختو شرایطو او ستونزو په تیرولو او د شرکت د ودانۍ د بیارغولو وروسته د دې شرکت ودانۍ د صنعت او سوداګرۍ وزارت د صادراتو د پراختیا ریاست دویمي څانګې ته په کرایه ورکړل شوه چې د ۱۳۹۸ کاله د دې ودانۍ د کرایه څخه به د لګښتونو تمویل یې کول.

د دوراني پانګې د نشتون له امله د ۱۳۷۰ کال راهیسې کوم بنسټیز (سوداګریز) فعالیت نه لري خو خپل حقوقي شخصیت یې ساتلی دی.

اوس د افغانستان اسلامي امارت د باصلاحیته مقاماتو د هدایاتو سره سم د شرکت مشرتابه اراده لري چې خپل بنسټیز  (سوداګریز) فعالیت بیا پیل کړي.

د دغه شرکت ټولو شریکانو (سهمدارانو) ته خبر ورکول کیږي چې د ۱۴۰۲ کال د غبرګولی میاشتي تر پایه (د کارته چهار په دریم سرک د یاد شرکت مرکزي دفتر کې) حاضر شي تر څو د شرکت د بیا فعالیدو او د بنسټیز فعالیت د بیا پیل په اړه تصمیم ونیسي،او د نه حاضریدو په صورت کې  د افغانستان اسلامي امارت لخوا به تصمیم ونیول شي.

 

نوټ: د شرکت د شریکانو (سهمدارانو) پیژندنه

Latest announcements

Thu, Jan 23 2025 2:34 PM
Background image

Announcement of the Schedule of National and International Exhibitions in Turkmenistan

The schedule of national and international exhibitions and conferences planed to take place in Turkmenistan during 2025, has been received by the Ministry of Industry and Commerce. 

I . . .

Sat, Oct 05 2024 11:58 AM
Background image

Halal International Expo 2024 – Istanbul

Halal International Expo 2024 - Istanbul, is going to be held in Istanbul city of Turkey from November 27 to 30, 2024.

The participation packages are as below:

The price for package . . .

Back to announcements