د افتنتو مختلط سوداګریز دولتي شرکت خبرتیا

د افتنتو مختلط سوداګریز دولتي شرکت په ۱۳۶۶ کال کې جوړ شوی او د ۲۴ شریکانو په درلودلو سره خپل فعالیت یې پیل کړي او د ۱۳۶۹ کال تر اخیره په نورمال ډول خپل فعالیت ته دوام وړکړی دی.
د سختو شرایطو او ستونزو په تیرولو او د شرکت د ودانۍ د بیارغولو وروسته د دې شرکت ودانۍ د صنعت او سوداګرۍ وزارت د صادراتو د پراختیا ریاست دویمي څانګې ته په کرایه ورکړل شوه چې د ۱۳۹۸ کاله د دې ودانۍ د کرایه څخه به د لګښتونو تمویل یې کول.
د دوراني پانګې د نشتون له امله د ۱۳۷۰ کال راهیسې کوم بنسټیز (سوداګریز) فعالیت نه لري خو خپل حقوقي شخصیت یې ساتلی دی.
اوس د افغانستان اسلامي امارت د باصلاحیته مقاماتو د هدایاتو سره سم د شرکت مشرتابه اراده لري چې خپل بنسټیز (سوداګریز) فعالیت بیا پیل کړي.
د دغه شرکت ټولو شریکانو (سهمدارانو) ته خبر ورکول کیږي چې د ۱۴۰۲ کال د غبرګولی میاشتي تر پایه (د کارته چهار په دریم سرک د یاد شرکت مرکزي دفتر کې) حاضر شي تر څو د شرکت د بیا فعالیدو او د بنسټیز فعالیت د بیا پیل په اړه تصمیم ونیسي،او د نه حاضریدو په صورت کې د افغانستان اسلامي امارت لخوا به تصمیم ونیول شي.