د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر د پاکستان له بهرنیو چارو سرپرست وزیر سره ولیدل
سه شنبه ۳۰ ربیع الثانی ۱۴۴۵ / ۲۳ لړم ۱۴۰۲
د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر الحاج نورالدین عزیزي د یو لوړ رتبه پلاوي په ملتیا، اسلام اباد ته د سفر په ترڅ کې د یاد هېواد د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر سره ولیدل.
ښاغلي عزیزي له ښاغلي جلیل عباس جیلاني سره په لیدنه کې د سوداګرۍ او په تېره بیا د ترانزیت برخه کې پر شته ستونزو خبرې وکړي.
په دې خبرو اترو کې په کراچۍ بندر کې د څه باندې درې زره کانتینرو د توقف اړوند هم بحث وشو، چې پکې د ګڼو افغان سوداګرو توکي بند پاتې دي او همدارنګه د دوه اړخیزې ناستې اړوند پر مقدماتي موضوعاتو هم خبرې اترې وشوې.
یاده دې وي د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر تېره ورځ د یو لوړ رتبه پلاوي په ملتیا پاکستان ته ورسید.