په کابل  کې د صادراتو د پروسس زون د جوړولو لپاره د ۱۰۰ جریبه ځمکې د انتقال عملي چارو پیل

reza_admin
Tue, Nov 28 2023 12:31 PM
په کابل  کې د صادراتو د پروسس زون د جوړولو لپاره د ۱۰۰ جریبه ځمکې د انتقال عملي چارو پیل

سه شنبه مورخ ۱۴ جمادل الاول ۱۴۴۵ / ۷ لیندی ۱۴۰۲

په افغانستان کې د صادراتې زونونو د رامنځته کولول په موخه د صنعت او سوداګرۍ وزارت په وړاندیز او د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان پر اساس  د صادراتو د پروسس زون د جوړولو په موخه د فواید عامې وزارت څخه صنعت او سوداګرۍ وزارت ته د ۱۰۰ جریبه ځمکې د انتقال په اړه د اړوندو ادارو ترمنځ ګډه ناسته ترسره شوه.

د همغږۍ په دې غونډه کې چې د چارو ادارې عمومي ریاست کې جوړه شوې وه، د صنعت  او سوداګرۍ، فواید عامې، کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ، کور او ښار جوړونې او ماليې وزارتونو او د کابل ښاروالۍ استازو ګډون کړی و، ګډونوالو د موضوع په اړه خپل نظریات شریک کړل.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د صادراتو د چارو رئیس ښاغلي احسان الله فطرت وویل، د دغه زون جوړول د اقتصادي پرمختګ لپاره یو مهم ګام دی، نوموړي زیاته کړه : د صادراتو د پروسس زون؛ د سوداګریزو توکو معیاري بسته بندي، پروسس او په معیاری توګه  د توکو د انتقال لپاره زمینه برابروی .

نوموړي وویل، د دغه زون د نه شتون له امله؛ افغانستان هر کال شاوخوا څلور ملیارده ډالره زیان سره مخ کیږی .

د صنعت  او سوداګرۍ وزارت د صادراتو او سوداګرۍ په برخه کې د ملي معیارونو د اړتیا په پام کې نیولو او په دې پروسه کې د اسانتیاوو برابرولو، د معیاري بسته بندۍ، د کورنیو تولیداتو د معیاري کولو، د کارموندنې د رامنځته کولو او د هېواد د صادراتو د ودې او پراختیا په موخه د صادراتو د پروسس د زونونو د جوړولو  طرح د هېواد په ۶ ولایتونو کې د هر زون لپاره ۱۰۰ جریبه ځمکې په نظر کې نیولو سره  ترتیب او د مشرتابه قدرمن مقام ته  واستول شوه چې د قدرمن مشرتابه لخوا تائید شوه .

په پام کې ده چې دغه زونونه په کابل، کندهار، هرات، ننګرهار، بلخ او پکتیا ولایتونو کې جوړ شي، په هر زون کې به ۲۰ زره تنو ته د کار زمینه برابره شي، چې د کابل ولایت د صادراتو د پروسس زون د ځمکې د انتقال چارې پیل شوې او په نورو زونونو کې هم د ځمکې د انتقال لپاره کارونه جریان لری.

د دې ناستې په پای کې د يادو ادارو استازو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ته انتقال کیدونکې ځمکې ساحه له نږدې وکتله او ژمنه يې وکړه، چې د صادراتو د پروسس د زون په جوړولو کې به پوره همکاري کوي.

Latest news

Sat, Apr 19 2025 8:57 AM
Background image

IEA's Acting Minister of Industry and Commerce Meets with Pakistan's Deputy Minister of Interior

Acting Minister of Industry and Commerce of the Islamic Emirate of Afghanistan honorable Mr. Alhaj Nooruddin Azizi, along with his accompanying delegation, met with Muhammad Khurram. . .

Sat, Apr 19 2025 8:53 AM
Background image

Acting Minister of Industry and Commerce Meets with Private Sector Members of Pakistan

IEA's Acting Minister of Industry and Commerce honorable Mr. Alhaj Nooruddin Azizi along with his accompanying delegation

Sat, Apr 19 2025 8:50 AM
Background image

Efforts To Enhance Trade and Transit Ties With Pakistan and Address Issues of Afghan Refugees

The IEA's Acting Minister of Industry and Commerce honorable Mr. Alhaj Nooruddin Azizi along with the representative from the

BACK TO NEWS