په کندهار ولایت کې د افغان تولید نندارتون جوړیدل

anwar_admin
په کندهار ولایت کې د افغان تولید نندارتون جوړیدل

ټاکل شوې ده چې د افغان تولید نندارتون د ۱۴۰۳ لمریز کال د مرغومي( جدې) له ۱۳مې تر ۱۵ مې نېټې پورې د کندهار په ورزشي جمنازیوم کې د سیکارام احمدي بازار موندنې شرکت له خوا د صنعت او سوداګرۍ وزارت او نورو اړونده ادارو او خصوصي سکتور په همکارۍ جوړ شي.

ددې نندارتون له جوړولو څخه موخه داخلي تولیداتو او محصولاتو ته بازار موندنه، د پانګې اچونې جلب او جذب، له داخلي تولیداتو څخه د استفادې لپاره د خلکو هڅونه او تشویق، د سیمه ییزو تولیدونکو او صنعت کارانو لپاره د سوداګریز ګډون آسانول، د کار د پلټونکو او زده کونکو لپاره د حرفه یي او تحصیلي فرصتونو د برابرول، د کسب او کار له نظریو څخه د ملاتړ، د نوښت او کار آفرینۍ وده او روزنه او د سوداګریزې راکړې ورکړې د جلسو جوړونه ده.

د محصولاتو او تولیداتو پدې نندارتون کې به بېلابېل سکتورونه لکه صنعتي، کرهنیز، ساختماني، معدني لاسي صنایع او غالۍ، طبي سامان آلات، دارو درمل، خوراکي توکي، جامې( لباس) د دیني او عصري علومو کتابونه، بانکونه، د نقاشۍ هنر، رسامي او خطاطي او نور کورني تولیدات او محصولات نندارې ته وړاندې کېږي.

د لا زیاتو معلوماتو لپاره دې په دغه شمېرو (۰۷۴۸۴۰۴۶۷۹/۰۷۸۰۹۹۵۸۹۱) اړیکه ټینګه شي یا دې د لاندې اېمیل ادرس له لارې ارتباط ونیول شي .(Sikaramahmadi@gmail.com)

د نور و معلوماتو

د نندارتون نقشه

Latest announcements

Thu, Jan 23 2025 2:34 PM
Background image

Announcement of the Schedule of National and International Exhibitions in Turkmenistan

The schedule of national and international exhibitions and conferences planed to take place in Turkmenistan during 2025, has been received by the Ministry of Industry and Commerce. 

I . . .

Sat, Oct 05 2024 11:58 AM
Background image

Halal International Expo 2024 – Istanbul

Halal International Expo 2024 - Istanbul, is going to be held in Istanbul city of Turkey from November 27 to 30, 2024.

The participation packages are as below:

The price for package . . .

Back to announcements