په کندز کې د "خپل هیواد -خپل ویار" نندارتون پرانیستل شو

anwar_admin
Tue, Dec 24 2024 2:56 PM
په کندز کې د "خپل هیواد -خپل ویار" نندارتون پرانیستل شو

سه شنبه ۲۲ جمادی الثانی ۱۴۴۶ / ۴ جدی ۱۴۰۳

د کندوز ولایت په مرکز کندز ښار کې د "د خپل هیواد خپل ویار" نندارتون نن سه شنبه د جدې په ۴مه نېټه د قرآن کریم په تلاوت سره پرانیستل شو چې په پرانیست غونډه کې امارتی چارواکو، د ولایت اړوند ټولو رییسانو او د خصوصي سکتور ګڼو استازو ګډون کړی وو.

د نندارتون په پرانیست غونډه کې د کندوز ولایت د صنعت او سوداګرۍ رئیس محمد رحیم سیرت وینا وکړه او د نندارتون جوړولو د اهمیت په یادولو سره یې وویل چې دا د صنعت کارانو لپاره یو غوره فرصت دی، ترڅو خپلې لاسته راوړنې او تولیدات خلکو ته وړاندې کړي  او له هیواد والو څخه یی عوښتنه وکړه ترڅو له نندارتون څخه په لیدنې سره د داخلي تولیداتو په پیاوړتیا کې برخه واخلي.

همدارنګه د کندز د سپین زر شرکت رئیس عبدالغفور شهیدزوی د صنعت کارانو په استازیتوب د تولیدي سکتور اړتیاوو او ستونزو په اړه خبرې وکړې چې وروسته بیا د کندز ولایت د کرهنې، مالدارۍ او اوبو لګولو رییس مولوي بلال د زراعتي محصولاتو پر ارزښت په ټینګار سره دا ډول نندارتونونه د کروندګرو لپاره ډیر ګټور وبلل.

په همدې بڼه په یاده غونډه کې د کندز د اطلاعات او فرهنګ رئیس مولوي ګل محمد الیاس په خپلو خبرو کې د نندارتون فرهنګي اهمیت روښانه کړ او د ولایت مقام د دفتر رئیس مولوي مومن حمید بیا وویل چې په کندز کې دا ډول ستر نندارتون د لومړي ځل لپاره جوړېږي او دده په خبره دا به د سوداګرو او صنعت کارانو لپاره لوی فرصتونه رامنځ ته کړي.

په پای کې د کندز پوهنتون رئیس، عبدالهادي همت، د غونډې ګډونوالو هڅې وستایلې او د ملي تولیداتو د ودې پر اهمیت یې ټینګار وکړ. هغه په رسمي توګه د نندارتون پرانیسته اعلان کړه.

د یادونې وړ ده چې په دغه نندارتون کې د مختلفو سکتورونو ۴۰ غرفې اېښودل شوې چې درې ورځې به دوام وکړي چې موخه یې ملي تولیداتو ته وده ورکول، د ملي سوداګرو او پانګوالو ترمنځ اړیکې ټینګول او د کندز د ولایت په کچه له اقتصادي پرمختګ څخه ملاتړ ښودل شوی دی.

Latest news

Wed, Dec 25 2024 8:49 AM
Background image

Acting Minister of Industry and Commerce Meets with Pakistan's Special Envoy for Afghanistan

The IEA's Acting Minister of Industry and Commerce, honorable Mr. Alhaj Nooruddin Azizi, met with Special Envoy of Islamic Republic of Pakistan for Afghanistan

Tue, Dec 24 2024 9:01 AM
Background image

Deputy Minister of Industry and Commerce Meets with Turkish Traders and Investors

The Deputy Minister of Industry and Commerce honorable Mr. Mawlawi Ahmadullah Zahid, met with Turkish investors and traders

Tue, Dec 17 2024 3:19 PM
Background image

Turkish Investors Eager to Invest in Afghanistan

The IEA's Deputy Minister of Industry and Commerce honorable Mr. Mawlawi Ahmadullah Zahid, met with a number of Turkish investors, today at noon time

BACK TO NEWS