په جلال اباد ښار کې د "نارنج ګل" ملي او نړیوال درې ورځنی نندارتون جوړ شو

anwar_admin
Mon, Apr 14 2025 2:56 PM
په جلال اباد ښار کې د "نارنج ګل" ملي او نړیوال درې ورځنی نندارتون جوړ شو

دوشنبه16 شوال المکرم 1446 / 25 حمل 1404

د هېواد د ختیځ زون اړوند د ننګرهار ولایت په مرکز جلال آباد ښار کې د "نارنج ګل" ملي او نړیوال درې ورځنی نندارتون چې د پنجشنبې په ورځ د۱۴۰۴ لمریز کال د وري یا حمل په ۲۱ مه جوړ شوی و، تر دریو ورځو وروسته د وري په ۲۳مه پای ته ورسید.

یاد نندارتون چې د سیکارام احمدي شرکت له خوا د صنعت او سوداګرۍ وزارت او د دغه ولایت د صنايع او معدن خونې په همکارۍ د جلال اباد ښار د سراج العمارة بڼ د کرکټ په میدان کې د يوې سترې غونډې په ترڅ کې پرانیستل شو.

د دغه ندارتون په پرانیست غونډه کې د ننګرهار ولایت د صنعت او سوداګری رئیس الحاج سید عبدالبصیر پاچا ګډونوالو ته د ښه راغلاست وویل او د نندارتون دجوړیدو پر اهمیت او شا لید یې رڼا واچوله. همدارنګه د سيکارام احمدي بازار موندنې شرکت اجرايوي ريیس مسعود حقمل پيمان هم په خپلو خبرو کې له تولو غرفه لرنکو د مننې تر څنګ د صنعت او سوداګرۍ وزارت له چارواکیو او د ننګرهار ولایت له مقام او اړونده ادارو څخه یې مننه وکړه، چې د دغه نندارتون په جوړېدو کې یې له دوې سره مرسته او همکاري کړی ده.

همدارنګه د نندارتون په پرانیست غونډه کې د ننګرهار مرستیال والي محترم مولوي عزیز الله مصطفی پر ټولو شتمنو او پانګوالو غږ وکړ ترڅو په خپل یواد کې پانګونه وکړي او ډاډ یې ورکړ چې اسلامي امارت به پانګوالو ته ټول سهولتونه برابر کړي.

له یادې غونډې وروسته رسماً نندارتون پرانیستل شو او ټولو مشرانو په ګډه د داخلي تولیداتو له غرفو څخه د لیدنه وکړه.

دغه نندارتون له پرانیستل کېدو درې ورځو وروسته د وري په ۲۳مه پای ته ورسید چې د چارواکو په وینا په دریو ورځو کې د ننګرهار، لغمان او کنړ ولایتونو زر ګونو تنو اوسیدونکو له دغه نندارتون څخه لیدنه وکړه.

د ننګرهار د صنعت او سوداګرۍ ریاست وایي چې په دغه نندارتون کې د ننګرهار او د هیواد نورو ولایتونو د تولیداتو او محصولاتو ۱۲۰ غرفې جوړې شوې وې.

Latest news

Sat, Apr 19 2025 8:57 AM
Background image

IEA's Acting Minister of Industry and Commerce Meets with Pakistan's Deputy Minister of Interior

Acting Minister of Industry and Commerce of the Islamic Emirate of Afghanistan honorable Mr. Alhaj Nooruddin Azizi, along with his accompanying delegation, met with Muhammad Khurram. . .

Sat, Apr 19 2025 8:53 AM
Background image

Acting Minister of Industry and Commerce Meets with Private Sector Members of Pakistan

IEA's Acting Minister of Industry and Commerce honorable Mr. Alhaj Nooruddin Azizi along with his accompanying delegation

Sat, Apr 19 2025 8:50 AM
Background image

Efforts To Enhance Trade and Transit Ties With Pakistan and Address Issues of Afghan Refugees

The IEA's Acting Minister of Industry and Commerce honorable Mr. Alhaj Nooruddin Azizi along with the representative from the

BACK TO NEWS