د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین په مشرۍ د پاکستان سفر مهمې پایلې

anwar_admin
Thu, Jul 24 2025 8:31 AM
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین په مشرۍ د پاکستان سفر مهمې پایلې

چهارشنبه27 محرم الحرام 1447 / 1 اسد 1404

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد په مشرۍ لوړپوړی پلاوی له دوه ورځني سفر وروسته له پاکستانه کابل ته را ستون شو. یاد سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزیټي همکاریو په برخه کې رغنده پایلې درلودې. مهم تفاهمات په لاندې ډول دي:

          1.       د زراعتي توکو لپاره د ترجیحې تعرفې تړون امضا شو؛

          2.       د انګور اډه به د ۲۰۲۵م د اګست ۳۱مه بېرته پرانیستل شي؛

          3.       د APTTA تړون د امضا لپاره تخنیکي بحثونه پيل شول؛

          4.       د افغان ټرانزیټ لپاره په کراچۍ کې د کراس‌سټفینګ هوکړه وشوه؛

          5.       د ګډو نندارتونونو جوړولو پرېکړه وشوه؛

          6.       د زغالو صادراتو اسانتیاوو ته د ودې بحث وشو؛

          7.       د غالیو سکتور پراختیا او بازارموندنه تر بحث لاندې ونیول شوه؛

          8.       د ممنوعه توکو پر موضوع د تفاهم لپاره ژمنتیا څرګنده شوه؛

یاد سفر د افغانستان لپاره د سیمه‌ییزې سوداګرۍ او اقتصادي پراختیا په برخه کې یو مهم ګام ګڼل کېږي.

Latest news

Sat, Apr 19 2025 8:57 AM
Background image

IEA's Acting Minister of Industry and Commerce Meets with Pakistan's Deputy Minister of Interior

Acting Minister of Industry and Commerce of the Islamic Emirate of Afghanistan honorable Mr. Alhaj Nooruddin Azizi, along with his accompanying delegation, met with Muhammad Khurram. . .

Sat, Apr 19 2025 8:53 AM
Background image

Acting Minister of Industry and Commerce Meets with Private Sector Members of Pakistan

IEA's Acting Minister of Industry and Commerce honorable Mr. Alhaj Nooruddin Azizi along with his accompanying delegation

Sat, Apr 19 2025 8:50 AM
Background image

Efforts To Enhance Trade and Transit Ties With Pakistan and Address Issues of Afghan Refugees

The IEA's Acting Minister of Industry and Commerce honorable Mr. Alhaj Nooruddin Azizi along with the representative from the

BACK TO NEWS