له ۲۵ کلونو وروسته دکندز دسپین زر تولیدي فابریکې بېرته فعالېدل

دوشنبه : دمرغومي ۲۲مه ۱۳۹۹.
دکندز دسپین زر تولیدي فابریکې د۱۲۰ زره امریکایي ډالرو په پانګونې سره له ۲۵ کلونو وروسته بېرته خپل فعالیت پیل کړ.
یاده فابریکه په ۲۴ ساعتونو کې لس ټنه غوړي تولیدوي او ترڅنګ یې دزغرو، کونځلواو پنبه دانې غوړي، کنجاړه او صابون هم تولیدوي.
دسپین زر تولیدي فابریکه پرکندز سربېره خپل تولیدات نورو ګانډیو ولایتونو ته هم دخرڅلاو په موخه استول کیږي.
دسپین زر تولیدي فابریکه چې له کلونو راهیسې یې فعالیت په ټپه درېدلی وو، دافغانستان او ازبیکستان ترمنځ دیوه هوکړه لیک له مخې له ازبیکستان څخه ۵ پایې ماشینونه دیادې فابریکې دبېرته فعالیت په موخه وپېرل شول او ورسره په څنګ کې ۵۰ تنو ته هم دکار زمینه برابره شوې ده.