د کابل په پلچرخي صنعتي پارک کې د نيالګيو دکرلود پروسې پیل

yonus_shafaq
Mon, Mar 29 2021 8:41 AM
د کابل په پلچرخي صنعتي پارک کې د نيالګيو دکرلود پروسې پیل

 چهارشنبه د کب 27مه 1399

د پل چرخي صنعتي پارک کې د نيالګيو دکرلو پروسه د صنعت او سوداګرۍ وزیر ښاغلي نثار احمد غوریاني ،  د صنعت او کانونو د خونو عمومي رییس شيرباز کمين زاده، صنعتکارانو او دياد پارک د فابریکو مالکینو په حضورکې پیل شوه.

 د صنعت او سوداګرۍ وزیر د دغو مراسمو په پیل کې وویل چې دهېواد زرغونتيا ، د ککړتیا مخنیوی او د چاپیریال ساتنه د ټولو اتباعو دنده ده.

 ښاغلي غوریاني زیاته کړه چې خصوصي سکتور په ځانګړي توګه د فابریکو مالکین دنده لري چې د خپلو فابریکو په شنو ساحو کې نيالګي کينوي.

 د صنعت او سوداګرۍ وزارت د زرغونتيا ، هوا د ککړتیا دمخنيوي او چاپیریال ساتنې په موخه له خصوصي سکتور سره په همکارۍ  د هیواد په صنعتي پارکونو کې د 25،000 څخه ډیر نیالګي کښینوي چې عملي کار یې د پل چرخي صنعتي پارک څخه  پیل شو.

 داپه داسې حال کې ده چې ، د چاپیریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس شاه زمان میوندي په دې وروستیو کې د صنعت او سوداګرۍ له وزیر نثار احمد غوریاني سره وکتل او د چاپیریال ساتنې لپاره د نیالګیو په کښینولو کې د دې وزارت او خصوصي سکتور د همکارۍ غوښتنه وکړه. .

 ښاغلي غوریاني هم ژمنه وکړه چې دغه وزارت به د خصوصي سکتور په همکارۍ په صنعتي پارکونو او د صنعتي فابريکو په چاپيريال کې شنې ساحې رامنځته کړي او  دوی به له 25،000 څخه ډیر نیالګي کښینوي.

Latest news

Sun, Feb 11 2024 9:01 AM
Background image

Mr.Azizi meets Kazakhstan’s ambassador

MOIC’s acting minister, Mr. Nooruddin Azizi held meeting with Mr Alim Khan Yasin Gildiv, Kazakh ambassador to Afghanistan

Sat, Feb 10 2024 4:07 PM
Background image

MOIC acting Minister Discusses trade Affairs with Russian president’s advisor

Mr. Nooruddin Azizi, acting Minister of industry and Commerce held a Detailed Meeting with Ruslan Edilgeruv, advisor to President of Russian Federation

Sun, Jan 28 2024 3:09 PM
Background image

Alhaj Azizi meets Turkish envoy

Acting minister of Industry and Commerce, Alhaj Noor Uddin Azizi discussed bilateral trade affairs with Turkish envoy Mr.

BACK TO NEWS