د کورنیو تولیداتو په ملاتړ د وزارتونو ترمنځ د همغږي لومړنۍ ناسته ترسره شوه

reza_admin
Tue, Feb 14 2023 9:03 AM
د کورنیو تولیداتو په ملاتړ د وزارتونو ترمنځ د همغږي لومړنۍ ناسته ترسره شوه

دوشنبه مورخ 22 رجب المرجب 1444 / 24 سلواغه 1401

د کورنیو تولیداتو په ملاتړ د وزارتونو ترمنځ د همغږي لومړنۍ ناسته د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست ښاغلي الحاج نورالدین عزیزي په مشرۍ ترسره شوه.

په دي ناسته کې چې د روغتیا، حج او اوقاف، وزارتونو او د درملو او خوړو ادارو استازو هم حضور درلود.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست د افغانستان اسلامي امارت له کابینۍ څخه د کورنیو تولیداتو د ملاتړ طرحې تائید په اړه مننه وکړه، وویل اوس مهال په هیواد کې ښې فابریکې فعالیت لري او اړتیا ده چي د هغوی ملاتړ وشي او همداراز کورنیو تولیداتو ته بازار موندنه وشي.  

د هیواد د سکټوري خونو او د ادارو استازو په خپل وار سره د صنعت او سوداګرۍ وزارت د کورنیو تولیداتو د ملاتړ طرحی څخه ملاتړ وکړ او وویل چې په خپل ادارو کې به د کورنیو تولیداتو ته لومړيتوب ورکوي، دوی خپل پلانونه او نطریات شریک کړل، د هیواد د تولیدي توکو د کیفیت په اړه خبرې وکړې همدارنګه د کانونو او صنایعو خونې استازي ژمنه وکړه چې د تولیدي فابریکو مسوولین به د توکو کیفیت ته جدي پاملرنه کوي.

د صنعت اوسوداګرۍ وزارت سرپرست ښاغلي الحاج نورالدین عزیزي د ناستې د ګډونوالو خبرو په اوریدلو سره، وویل چې مونږ ټول خداي او ملت ته مسئوول یو، ښاغلي عزیزی وویل دټولو ادارو څخه یو تخنیکې ټیم جوړ او د شوې بحثونو په مطابق د کورنیو تولیداتو د ملاتړ په موخه یوعملیاتي پلان ترتیب شې، زیاته یې کړه اوسمهال افغانستان د څه باندې ۵۰ توکو د محصولاتو اوتولیداتو په برخه کې پرځان بسیا رسیدلې، پکار ده چې خصوصي سکټور د صنایعو په پراختیا او په ځانګرې توګه د نساجۍ د صنعت د پیاوړتیا لپاره لاس په کار شي ترڅو زمونږ هېوادوال د لیلامي توکو پرځای خپلو کورنیو تولیداتو څخه کار واخلی.

Latest news

Sun, Feb 11 2024 9:01 AM
Background image

Mr.Azizi meets Kazakhstan’s ambassador

MOIC’s acting minister, Mr. Nooruddin Azizi held meeting with Mr Alim Khan Yasin Gildiv, Kazakh ambassador to Afghanistan

Sat, Feb 10 2024 4:07 PM
Background image

MOIC acting Minister Discusses trade Affairs with Russian president’s advisor

Mr. Nooruddin Azizi, acting Minister of industry and Commerce held a Detailed Meeting with Ruslan Edilgeruv, advisor to President of Russian Federation

Sun, Jan 28 2024 3:09 PM
Background image

Alhaj Azizi meets Turkish envoy

Acting minister of Industry and Commerce, Alhaj Noor Uddin Azizi discussed bilateral trade affairs with Turkish envoy Mr.

BACK TO NEWS