د افغانستان او قزاقستان د خصوصي سکټور ترمنځ په دوه اړخیزه غونډه کې د څه دپاسه سل میلیونو ډالرو په ارزښت د تړونونو د لاسلیک اعلان
پنج شنبه مورخ ۱۶محرم ۱۴۴۵ / ۱۲زمری ۱۴۰۲
د افغانستان اسلامي امارت پلاوي د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست وزیر الحاج نورالدین عزیزي په مشرۍ او د قزاقستان جمهوری هیواد چارواکو تر منځ د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال او د سوداګرۍ وزارت وزیر په ګډون رسمي دوه اړخیزه ناسته ترسره شوه.
په دې ناسته کې دواړو لورو د سوداګریزو اړیکو د غونډو پایلو او د قزاق-افغان نندارتون د ترسره کولو، د ټرانزیټ او سوداګرۍ په برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کیدو، د دواړو هېوادونو ترمنځ د بانکدارۍ، د اوبو لګولو د مدیریت او د اوبو د ساتنې په برخه کې د نویو تکنالوژی په اړه . د اقينې او تورغندي په بندرونو کې د لوژستيکي مرکزونو، په هرات کې د قزاقستان د سوداګرۍ خونه، درې اړخيزه ترانزيت، د توکو د لېږد لګښت او د ترانسپورت په برخه کې د اسانتياوو رامنځته کولو او په مجموع کې د سوداګرۍ د کچې پر زياتوالي، پانګونې او د تړونونو د لاسليکولو په اړه خبرې اترې وشوې
په دې ناسته کې اعلان وشو چې د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتور ترمنځ د دوه اړخیزو سوداګریزو غونډو په پایله کې د څه باندې سل میلیونو ډالرو په ارزښت تړونونه شوي دي.
د یادونې وړ ده، چې دغه ناسته د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتور تر منځ له دوه اړخیزو سوداګریزو غونډو وروسته ترسره شوه.