د پنجشېر ولایت امنیه قومندان د سوداګرۍ وزارت له مرستیال سره لیدنه ترسره کړه

reza_admin
Wed, Aug 23 2023 11:32 AM
د پنجشېر ولایت امنیه قومندان د سوداګرۍ وزارت له مرستیال سره لیدنه ترسره کړه

چهارشنبه مورخ ۳۰محرم ۱۴۴۵ / ۲۶زمری ۱۴۰۲

د صنعت او سوداګري وزارت مرستیال ښاغلي مولوي قدرت الله جمال د پنجشېر ولایت له امنیه قومندان قاري احمدالله بدر سره په خپل کاري دفتر کې وکتل. ښاغلي بدر د خپلو خبرو په ترڅ کې ډاډ ورکړ چې پنجشېر کې د سوداګریزو فعالیتونو لپاره ډاډمنه فضا رامنځته شوې او هیڅ ډول امنیتي ستونزه وجود نلري. نوموړي وویل د سوداګرۍ وزارت سره په همغږي به د سوداګرو لپاره له امنیتي پلوه د غوره شرائطو په رامنځته کولو کې خپله همکاري درېغ نکړي.

د سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي قدرت الله جمال د ښاغلي بدر د راتګ څخه د مننې تر څنګ د پنجشېر د امنیه قومندانۍ هلې ځلې وستایلې. نوموړي زیاته کړه چې د سوداګرۍ وزارت  د نورو ولایتونو په څېر په پنجشېر کې هم د سوداګرۍ او سوداګرو لپاره د اسانتیاوو برابرولو لپاره خپلې هڅې دوامداره ساتلې. په وینا یې په نزدې راتلونکې کې به پنجشېر ولایت ته یو مهم سفر ولري تر څو له نزدې د شته فرصتونو ارزونه وکړي او په اړه یې کوټلي ګامونه پورته کړي.

Latest news

Sun, Feb 11 2024 9:01 AM
Background image

Mr.Azizi meets Kazakhstan’s ambassador

MOIC’s acting minister, Mr. Nooruddin Azizi held meeting with Mr Alim Khan Yasin Gildiv, Kazakh ambassador to Afghanistan

Sat, Feb 10 2024 4:07 PM
Background image

MOIC acting Minister Discusses trade Affairs with Russian president’s advisor

Mr. Nooruddin Azizi, acting Minister of industry and Commerce held a Detailed Meeting with Ruslan Edilgeruv, advisor to President of Russian Federation

Sun, Jan 28 2024 3:09 PM
Background image

Alhaj Azizi meets Turkish envoy

Acting minister of Industry and Commerce, Alhaj Noor Uddin Azizi discussed bilateral trade affairs with Turkish envoy Mr.

BACK TO NEWS