د ازبکستان هیواد لوړپوړی سوداګریز پلاوی افغانستان ته راورسېده

reza_admin
Sun, Aug 27 2023 9:23 AM
د ازبکستان هیواد لوړپوړی سوداګریز پلاوی افغانستان ته راورسېده

شنبه مورخ 9صفرالمظفر ۱۴۴۵ / ۴ وږی ۱۴۰۲

د ازبکستان هیواد دیرش کسیز لوړپوړی سوداګریز پلاوی نن شنبه غرمه مهال کابل د دوه ورځني سفر په موخه کابل ته راورسېده. د پلاوي مشري د ازبکستان د سوداګرۍ او صنعت وزارت لومړی معاون ښاغلی ناظم جان خالمرادوف کوي.

د سوداګرۍ وزارت مرستیال ښاغلي مولوي قدرت جمال یاد پلاوي ته د کابل په نړیوال هوايی ډګر کې ښه راغلاست ووایه. یاد سفر د دواړو هیوادونو د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا او پراختیا له پاره له ارزښت ډک بلل کیږي. ازبکستان د برېښنا, ټیکنالوجي او خوراکي موادو په برخه کې د همکارۍ لېوالتیا ښودلې چې ددې دوه ورځني سفر په اوږدو کې به پرې هر اړخیزه خبرې اترې وشي. په پام کې ده چې د دواړو هیوادنو حکومتي اود خصوصي سکتورونو سوداګریز استازي یو لړ خپلمنځي ناستې ترسره کړي او د سوداګریزو اړیکو څرنګوالی او پرمختګ وارزوي.

Latest news

Mon, Feb 03 2025 9:09 AM
Background image

Acting Minister of Industry and Commerce Meets with The Delegation of Uzbekistan

The IEA's Acting Minister of Industry and Commerce, honorable Mr. Alhaj Nooruddin Azizi met with the delegation of Republic of Uzbekistan, comprised of government

Sat, Feb 01 2025 4:07 PM
Background image

A Single Unified Union to Be Established for the Pine Nut Sector

The IEA's Acting Minister of Industry and Commerce, honorable Mr. Alhaj Nooruddin Azizi met with traders of pine nut in order to support its

Sun, Jan 26 2025 3:42 PM
Background image

Iran's Private Sector, Keen to Invest in Afghanistan

IEA's Acting Minister of Industry and Commerce, honorable Mr. Alhaj Nooruddin Azizi, meets with the delegation of the

BACK TO NEWS