د جوزجان والي د سوداګرۍ وزارت له مرستیال وزیر سره وکتل

reza_admin
Sat, Nov 04 2023 8:19 AM
د جوزجان والي د سوداګرۍ وزارت له مرستیال وزیر سره وکتل

پنج شنبه مورخ ۱۷ ربیع الثانی ۱۴۴۵ / ۱۱ لړم ۱۴۰۲

د جوزجان ولایت والي ښاغلي قاري ګل حیدر شفق نن ماسپښین مهال د صنعت او سوداګرۍ وزارت له مرستیال ښاغلي مولوي قدرت الله جمال سره د هغه په کاري دفتر کې وکتل. په لیدنه کې ښاغلي شفق د جوزجان ولایت په سوداګریز وضعیت رڼا واچوله او په اړه یې خپل وړاندیزونه وړاندې کړل. د نوموړي په وینا جوزجان ولایت کې په کافي اندازه سوداګریز فرصتونه شته او د سوداګرۍ وزارت د لا زیاتې پاملرنې ته اړتیا لري.

د سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي قدرت الله جمال د ښاغلي شفق له راتګ څخه مننه وکړه او داسې لیدنې یې د ولایاتو او مرکز په منځ کې د همغږي او غوره کاري انسجام لپاره اړینې وبللې. نوموړي زیاته کړه چې پیاوړې سوداګري د هیواد پیاوړتیا تضمینوي او ا.ا دا ټکی په سم ډول درک کوي. په وینا یې سوداګرۍ وزارت د هیواد په ۳۴ ولایتونو کې د صنعتونو د ودې لپاره لنډمهاله او اوږدمهاله طرحې لري چې په پلې کېدو به یې هیوادوالو ته د کار پراخه زمینه برابره شي.

Latest news

Sat, Apr 19 2025 8:57 AM
Background image

IEA's Acting Minister of Industry and Commerce Meets with Pakistan's Deputy Minister of Interior

Acting Minister of Industry and Commerce of the Islamic Emirate of Afghanistan honorable Mr. Alhaj Nooruddin Azizi, along with his accompanying delegation, met with Muhammad Khurram. . .

Sat, Apr 19 2025 8:53 AM
Background image

Acting Minister of Industry and Commerce Meets with Private Sector Members of Pakistan

IEA's Acting Minister of Industry and Commerce honorable Mr. Alhaj Nooruddin Azizi along with his accompanying delegation

Sat, Apr 19 2025 8:50 AM
Background image

Efforts To Enhance Trade and Transit Ties With Pakistan and Address Issues of Afghan Refugees

The IEA's Acting Minister of Industry and Commerce honorable Mr. Alhaj Nooruddin Azizi along with the representative from the

BACK TO NEWS