د هرات ولایت صنعت کارانو سره لیدنه
پنجشنبه ۱۸رمضان المبارک ۱۴۴۵ / ۹ وری ۱۴۰۳
د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال ښاغلی مولوي قدرت الله جمال د خپلو لیدنو په ترڅ کې د هرات ولایت د صنعتي ښارګوټي له صنعت کارانو سره وکتل.
په دې کتنه کې د هرات ولایت د صنعتي ښارګوټي صنعت کارانو یاد صنعتی پارک ته د ښاغلي مولوي قدرت الله جمال هر کلي وکړاو خپلې ستونزې يې ورسره شریکې کړې.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال ښاغلي مولوي قدرت الله جمال د هېواد د خصوصي سکتور له همکارۍ مننه وکړه او د ستونزو د حل ډاډ يې ورکړ.