په بلخ کې ملي او نړیوال نندارتون پرانیستل شو
پنجشنبه ۳ جمادی الثانی ۱۴۴۶ / ۱۵ لینډی ۱۴۰۳
د بلخ ولایت د صنعت او سوداگرۍ ریاست له خوا د بلخ ملي او نړیوال نندارتون د دغه ولایت په ستر سوداګریز مارکیټ "مزار هوټل" کې د "کاپیسای باستان" نندارتونو جوړولو شرکت په همکارۍ تېره ورځ (چهارشنبه د لیندۍ په ۱۴ مه) د دریو ورځو په موخه پرانیستل شو.
په دغه نندارتون کې به چې درې ورځې دوام لري، په ۱۵۰ غرفو کې د هېواد محصولات او تولیدات نندارې ته وړاندې شوې دي چې په پرانیست غونډه کې یې د بلخ والي محترم مولوي نورالهدی ابوادریس ، د دغه ولایت د صنعت او سوداګرۍ ر ییس محترم قاری محمدامیر متقي او په بلخ ولایت کې د اسلامي امارت نورو چارواکیو او د خصوصي سکتور مشرانو، ګډون درلود.