داساسي قانون د تصویب د اوولسمې کلیزې لمانځنه

yonus_shafaq
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲۴ - ۱۷:۴۲
داساسي قانون د تصویب د اوولسمې کلیزې لمانځنه
چهارشنبه : دمرغومې ۲۴مه ۱۳۹۹
دصنعت او سوداګرۍ په وزارت کې دافغانستان داسلامي جمهوریت داساسي قانون دتصویب داولسمې کلیزې لمانځغونډه ترسره شوه.
په دغه غونډه کې دیاد وزارت دصنعت او سوداګرۍ سرپرست معین عبدالکریم ملکیا، داساسي قانون پرپلي کېدو دڅار کمیسیون استازي ښاغلي نورعلم نادري، ریسانو او ددغه وزارت کارکونکو ګډون کړی وو.
په یاده لمانځغونډه کې ملکیار وویل چې دافغانستان داسلامي جمهوریت اساسي قانون دسیمې دهېوادونو په کچه یو له غوره اساسي قوانینو څخه شمېرل کیږي او زیاته یې کړه چې دصنعت او سوداګرۍ وزارت ټولې کړنلارې، تګلارې ، طرحې او طرزالعملونه دهېواد داساسي قانون پربنسټ جوړشوي دي او دغو قوانینو په یاد وزارت کې هېواد والو ته په مساویانه ډول دکار زمینه برابره کړې ده.
بلخوا بیا داساسي قانون پرپلي کېدو دڅار کمیسیون استازي نورعلم نادري هم په ډاګه کړه چې دافغانستان داسلامي جمهوریت اساسي قانون دسیمې دهېوادنو په منځ کې هم داسلام دمقدس دین له نظره او هم دمډرنوالي له نظره یو غوره اساسي قانون دی.
دیادونې وړ ده چې دافغانستان داسلامي جمهوریت اساسي قانون په هېواد کې اتم قانون دی چې دطالبانو درژیم له راپرزېدو وروسته دانتقالي دولت پرمهال دتسوید او تد قیق دکمیسیون لخوا چمتو او دلویې جرګې لخوا د۱۳۸۲ کال دلیندۍ له ۲۲څخه د مرغومې تر۱۴ مې پورې په ۱۲ فصلونو او ۱۶۲ مادو کې تصویب شو او د۱۳۸۲ کال دسلواغې پر ۶مه نیټه دافغانستان د اسلامي انتقالي دولت دریس حامد کرزي لخوا توشح شو.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۶ - ۱۹:۳۳
Background image

داپټا هوکړه لیک په متن کې دتعدیل راوستلو په اړه دجوړ شوي ورکشاپ پایته رسیدل

داپټا هوکړه لیک په متن کې دتعدیل راوستلو، دنظر ورکولو او وړاندیزونو په اړه دوه ورځنی ورکشاپ پایته ورسید . دغه ورکشاپ چې دصنعت او سوداګرۍ وزیر

دوشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۶ - ۱۰:۱
Background image

۲۷ صنعتی تولیدي شرکتونو ته دځمکې د ویش دقرارداد لاسلیک

پر۲۷ صنعتي تولیدي شرکتونو دځمې دپلورلو قراد داد دصنعت او سوداګرۍ وزارت دصنعتي پارکونو دعمومي ریاست او اړونده قرار دادي شکتونو ترمنځ ددغه وزارت دوزیر ښاغلي نثار احمد غوریاني په حضور کې. . .

یکشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۵ - ۱۵:۲۲
Background image

داپټا په هوکړه لیک کې داړونده تعدیلاتو دراتلو په اړه دوه ورځنی ورکشاپ پرانیستل شو

داپټا په هوکړه لیک کې داړونده تعدیلاتو دراتلو په اړه دوه ورځني ورکشاپ دایر شو او په دې اړه دوړاندیزونو او نظرونو دورکړې په اړه خبرې اترې تر سره کیږي.

BACK TO NEWS