داوسپنې ویلې کولو له دوو فابریکو څخه دصنعت او سوداګرۍ دمعین لیدنه

reza_admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۲/۲ - ۱۲:۰
داوسپنې ویلې کولو له دوو فابریکو څخه دصنعت او سوداګرۍ دمعین لیدنه

دوشنبه: دوري ۳۰ مه ۱۴۰۰

دصنعت او سوداګرۍ  وزارت د صنعت او سوداګرۍ چارو معین ښاغلي محمد سلیمان بن شاه د افغانستان داوسپنې ویلې کولو ملي اتحادیې سره په ناسته کې د اوسپنې ویلې کولوفابریکوپر فرصتونو او ننګونو خبرې وکړې.

په دې ناسته کې ، د افغانستان د اوسپنې ویلې کولو ملي اتحادیې مشرتابه بهر ته دداغمه  اوسپنې د قاچاق ، د خامو موادو او ماشینري توکو لپاره د لومړني تعرفو دوخت ډیرلګښت ضعیفه  پروسه او د کورني بازار نشتوالي په اړه خبرې وکړې.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین ، محمد سلیمان بن شاه وویل چې په دې برخه کې د تولید کونکو ټولې ستونزې څېړل کیږي  او یادې ستونزې به  د مالیې وزارت او نورو وزارتونو سره تر بحث لاندې ونیول شي .

ښاغلي بن شاه دا هم وویل چې د هیواد داوسپنې ویلې کولو صنعت د ودې لپاره د لازمو اسانتیاو چمتو کولو لپاره ، د اوسپنې ویلې کولو سکټور پالیسي څیړل کیږي او د منظورۍ  لپاره به عالي اقتصادي شورا ته واستول شي.

دغه راز دصنعت او سوداګرۍ چارو معین  د خان سټیل او هوفیاني سادات د اوسپنې ویلې کولو له کارخانو څخه لیدنه وکړه او د بیلابیلو اوسپنیزو توکو د تولید په برخه کې یې د هیواد پر ځان بسیاینې ټینګار وکړ.

دا دوه تولیدي فابریکې ، د کورنیو پانګوالو په پانګونې سره ، څو کاله دمخه د اوسپنې ویلې کولو په سکتور کې خپل فعالیتونه پیل کړي ، او اوس دوی بیلابیل ډوله اوسپنیزتوکي او اوسپنېز ګاډر تولید وي چې دیو شمېر هېواد والو لپاره یې دکار زمینه هم مساعده کړې ده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۰:۳۳
Background image

د هند د سوداګرۍ له وزیر سره د صعنت او سوداګرۍ وزارت له مرستیال سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د صعنت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمد الله زاهد په نوې ډهلي کې د هند د صنعت او سوداګرۍ له وزیر ښاغلي جیتین

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲ - ۹:۲۸
Background image

په هرات ولایت کې لس فابریکې افتتاح شوې

سه شنبه په هرات ولایت کې د لسو صنعتي فابریکو د افتتاح مراسم ترسره شول. په دې مراسمو کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمدالله زاهد،

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۹:۱۱
Background image

نړیوالو بازارونو ته د افغاني محصولاتو د رسیدو په موخه ستر ګام

 نن یکشنبه د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد په حضور کې د یاد وزارت د سوداګرۍ چارو لوی رئیس الحاج ملا جنت ګل اخند،

BACK TO NEWS