دبلخ ولایت دامیرعلي شیر نوایي دصنعتي پارک دسرکونو جوړولو دپروژې پرانیسته

reza_admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۲/۲ - ۱۰:۴۲
دبلخ ولایت دامیرعلي شیر نوایي دصنعتي پارک دسرکونو جوړولو دپروژې پرانیسته

شنبه: دوري ۲۸ مه ۱۴۰۰

په بلخ ولایت کې د امیر علي شیر نوایي صنعتي پارک د سرکونود جوړولو پروژه د بلخ د والي مرستیال  سید محسن سادات ، د صنعتي پارکونو او صنعتي چارو رییس او د بلخ خصوصي سکتور استازو په حضورکې پرانیستل شوه.

د دې پروژې دپرانیستې مراسم چې د بلخ ولایت د کنفرانسونو په تالار او د بلخ ولایت د امیر علي شیرنوایي صنعتي پارک کې جوړه شوې وه دبلخ ولایت سرپرست او داداري او مالي چارو مرستیال ښاغلي خپلواک وویل چې صنعتي پارکونه دهېواد په اقتصادي وده او کارموندنې په برخه کې خورا اغیزمن دي.

د بلخ صنعتي پارکونو عمومي رییس سید محسن سادات د یادې پروژې د پرانیستې په اړه وویل چې د امیر علي شیر نوایي دصنعتي پارک په ۹،۹کیلو مټره سرک ۹۰  ملیونه افغانۍ لګښت راځي او ددغه وزارت له انکشافي بودجې څخه ورکول کیږي، چې دبشپړیدو چارې به یې په ۹ میاشتو کې ددملي انکشاف دشرکت لخوا تر سره شي .

دیادونې وړ ده چې د صنعت او سوداګرۍ  وزارت مشرتابه پانګوالو او صنعتکارانو ته د لازمو اسانتیاو د برابرولو په موخه د هېواد په ۵  ولایتونو کې د ۵ صنعتي پارکونو د اساسي زیربناوو د جوړولو تړون د ملي پراختیا له شرکت سره لاسلیک کړی دی.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۰:۳۳
Background image

د هند د سوداګرۍ له وزیر سره د صعنت او سوداګرۍ وزارت له مرستیال سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د صعنت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمد الله زاهد په نوې ډهلي کې د هند د صنعت او سوداګرۍ له وزیر ښاغلي جیتین

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲ - ۹:۲۸
Background image

په هرات ولایت کې لس فابریکې افتتاح شوې

سه شنبه په هرات ولایت کې د لسو صنعتي فابریکو د افتتاح مراسم ترسره شول. په دې مراسمو کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمدالله زاهد،

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۹:۱۱
Background image

نړیوالو بازارونو ته د افغاني محصولاتو د رسیدو په موخه ستر ګام

 نن یکشنبه د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد په حضور کې د یاد وزارت د سوداګرۍ چارو لوی رئیس الحاج ملا جنت ګل اخند،

BACK TO NEWS