دجمهوري ریاست دفرمانونو، هدایاتو، احکامو او مصوبو دڅارنې دکمیټې جوړېدل
چهارشنبه : دسلواغې ۲۲مه ۱۳۹۹
دصنعت او سوداګرۍ وزارت دصنعت او سوداګرۍ چارو سرپرست معین عبدالکریم ملکیار په مشرۍ یاد وزارت دعبدالمجید زابلي دکنفرانسونو په تالار، کې دجمهوري ریاست دفرمانونو، هدایاتو، احکامو او مصوبو دڅارنې کمیټې غونډه ترسره شوه.
په دغه غونډه کې په صنعت او سوداګرۍ وزارت کې دجمهوري ریاست دفرمانونو، هدایاتو، احکامو او مصوبو دڅارنې په موخه یوه کمیټه جوړه شوه تر څو وکولای شي په خپل وخت دجمهوري ریاست فرمانونه، هدایات، احکام او مصوبې وڅاري.
دغه کمیټه دجمهوري ریاست دعالي مقام لخوا دیوه فرمان پربنسټ په صنعت او سوداګرۍ وزارت کې جوړه شوې او دیاد وزارت دصنعت او سوداګرۍ دمعینیت په مشرۍ فعالیت کوي.