دچک جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر سره لیدنه

reza_admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۳/۲۷ - ۹:۳۷
دچک جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر سره لیدنه

چهارشنبه :د غبرګولي۲۶مه ۱۴۰۰

د صنعت او سوداګرۍ وزیرښاغلی نثار احمد غوریاني چې ،د یوه لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ  د افغانستان - چک او سلواکیا هیوادونو د سوداګرۍ او پانګونې  په لومړۍ ناسته کې د ګډون لپاره ،د چک جمهوریت پراګ ته په سفر بوخت دی ،د سفر په دریمه ورځ يې، د چک جمهوریت د بهرنیو چارو له وزیرښاغلي یاکوب کولهانک سره وکتل.

په دې غونډه کې، ښاغلي نثار احمد غوریاني او ورسره مل پلاوي د ښاغلي کولهانک سره په چک جمهوریت کې دپانګونې او سوداګریزو اړیکو د پراخوالي، د دوه اړخیزې سوداګرۍ پر، پراختیا ،د ویزو پراسانتیا واو د کابل - پراګ تر منځ د مستقیم هوایی دهلیز پر جوړولو خبرې وکړې.

یاد پلاوي د ښاغلي غوریاني په مشرۍ،د کانونو او پطرولیم وزیرښاغلي محمد هارون چخانسوري ،د ملي تدارکاتو رییس محمد کبیر عیسی خیل ،د ولسمشرۍ د چارو د دفتر د پانګونې اسانتیاوي واحد رییس عطاء الله نصیب او د کرنې ، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت معین څخه جوړ دي،چې  د پراګ په دري ورځینیو ناستو کې  ېې د افغانستان ،چک او سلواکیا هیوادونو، د حکومت او خصوصي سکتور استازوز سره د صنعت ، کرنې او کانونو  برخو کې د سوداګرۍ ، او پانګوونې د پراختیا په هکله هر اړخیز بحثونه وکړل.

ددې ناستو په بهیر کې د یادو هیوادونودحکومت او خصوصي سکتور استازو لخوا  دافغان پلاوي سره ژمنه وشوه، چې د صنعت ، کرنې او کان کیندنې  په برخو کې به د سوداګریزۍ راکړي ورکړي او پانګوونې کچه لوړه کړی.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۰:۳۳
Background image

د هند د سوداګرۍ له وزیر سره د صعنت او سوداګرۍ وزارت له مرستیال سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د صعنت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمد الله زاهد په نوې ډهلي کې د هند د صنعت او سوداګرۍ له وزیر ښاغلي جیتین

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲ - ۹:۲۸
Background image

په هرات ولایت کې لس فابریکې افتتاح شوې

سه شنبه په هرات ولایت کې د لسو صنعتي فابریکو د افتتاح مراسم ترسره شول. په دې مراسمو کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمدالله زاهد،

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۹:۱۱
Background image

نړیوالو بازارونو ته د افغاني محصولاتو د رسیدو په موخه ستر ګام

 نن یکشنبه د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد په حضور کې د یاد وزارت د سوداګرۍ چارو لوی رئیس الحاج ملا جنت ګل اخند،

BACK TO NEWS