دکارموندنې په نړیواله اونۍ کې دځوانو کارموندونکو ستاینه

یکشنبه د لیندۍ ۲مه ۱۳۹۹
دافغانستان داسلامي جمهوریت دصنعت او سوداګرۍ وزارت رهبرۍ دلومړي ځل لپاره په کابل کې دکارموندنې دنړیوالې اونۍ دلمانځنې په موخه دځوانو کارموندونکو ستاینه وکړه.
په دغه ستاینغونډه کې دصنعت او سوداګرۍ وزیر ښاغلي نثار احمد غوریاني ټینګار وکړ چې ددولت او ددې وزارت رهبري له خصوصي سکتور، په ځانګړي ډول کوچنیو تشبثاتواو ځوانو کارموندونکو ملاتړ ته ژمنه ده او ددوی لپاره به دکسب او کار زمینه برابروي.
دیادونې وړ ده چې په یاده ستاینغونډه کې دوزارت پر رهبرۍ سربیره په ولسي جرګه کې دښځو چارو،بشري حقونواو مدني ټولنې دکمیسیون ریسې آغلې ناهید فرید، دولسي جرګې غړي ښاغلي غلام فاروق نظري،دنړیوال سوداګریز سازمان ریس ښاغلي ذبیح الله زیارمل،دافغانستان دفدراسین خونومرستیال ښاغلي سخي احمد پیمان،دمعدن او صنایع خونو اجرایوي ریس ښاغلي رحیم الله سمندر، دافغانستان دښځو دسوداګرۍ خونو مرستیالې آغلې پلوشې اوریاخیل، دخصوصي سکتوراو دولتي نهادونو استازواو ځوانو کارموندونکو ګډون کړی وو.
په غونډه کې ښاغلي غوریاني وویل چې دصنعت او سوداګرۍ وزارت دکوچنیوتشبثاتو او ځوانو کارموندونکو لپاره دملاتړیو کلنې او دوه کلنې برنامې په پام کې نیولې دي چې له مخې به یې لازمې اسانتیاوې دوی ته برابرې شي.
دیادونې وړ ده چې دخصوصي سکتوراو دولسي جرګې استازو دستونزو او فرصتونوپه یادولو سره دوزارت له رهبرۍ څخه وغوښتل چې له کوچنیو تشبثاتو او ځوانو کارموندونکوسره بشپړه همکاري وکړي.
دصنعت او سوداګرۍ وزارت دکوچنیو تشبثاتو اوځوانو کارموندونکو دملاتړ په موخه پنځه کلنه برنامه په پام کې نیولې چې پنځه ستراتیژیکې برخې رانغاړي،بنسټیزې برخې،بازارونو ته لاسرسی،مالي ملاتړ،نوې ټکنالوژۍ ته لاسرسی او ظرفیت لوړونه.
دیادې غونډې په پای کې دریو هغومتشبثینو او ځوانو کارموندونکو ته ستاینلیکونه وویشل شول چې دوی په لږه پانګونه بریالی کسب او کار په لاره اچولی وو.