د ازبکستان هیواد څخه راغلي هیئت سره د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین لیدنه

anwar_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۵ - ۹:۵
د ازبکستان هیواد څخه راغلي هیئت سره د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین لیدنه

یکشنبه ۳ شعبان المعظم ۱۴۴۶ / ۱۴ سلواغه ۱۴۰۳

نن یکشنبه د ۱۴۴۶ ه ق کال د شعبان د میاشتي ۳ نېټه چې د ۱۴۰۳ه ش کال د سلواغي میاشتي له ۱۴ نیټې سره سمون خوري د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمد الله زاهد په کابل سټار هوټل کې د ازبکستان هیودا څخه راغلي وفد سره ولیدل په دې ناسته کې د ازبکستان هیواد د پانګه اچوني رئیس ښاغلی عزیز بیک صلاح الدینوف، ور سره مل پلاوی، په کابل کې د ازبکستان سفیر، د افغانستان خونو(اوسوداګرۍ خوني، د صنایعو خوني او د زراعت خوني) رئیسانو او یو شمیر نورو پانګولو ګډون در لود د دې ناستي په پیل کې په کابل کې د ازبکستان سفیر، د ازبکستان هیودا د پانګه اچوني رئیس د افغانستان د خونو رئیس صاحبانو د افغانستان او ازبکستان د ګډي پانګه اچوني په اړه خپل نظریات شریک کړل. په پای کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمد الله زاهد د ازبکستان هیواد څخه راغلي پلاوي ته ښه راغلاست وویل او دازبکستان او افغانستان تر منځ د سوداګرۍ پراخوالی یې د دواړو هیوادونو لپاره یو مثبت ګام و باله، ښاغلي مولوي احمد الله زاهد زیاته کړه چې د دواړو ګاونډیو هیوادونو تر منځ د نیکو او ښو روابطو سره سره په اقتصادي برخه کې زیات پرمختګونه شوي دي څرنګه چې ازبکستان هیواد له یوې خوا زموږ ګاونډی هیواد دی او له بل پلوه د انقلاب تجربه لري بناءً د افغانستان هیواد مشکلات په ښه توګه درک کولای شي بناءً هیله مو ده چې ازبکستان هیواد د افغانستان د صادراتو په زیاتوالي کې له موږ سره همکاري و کړي.

تر څو د صاداراتو او وارداتو بیلانس سره مساوي شي. څرنګه چې خصوصي سکتور د تجارت په رشد کې خورا مهم رول لري له خصوصي سکتور څخه غوښتنه کوو چې په دې اړه لازمه همکاري و کړي تر څو ټاکل شوی هدف چې ۳ میلیارده ډالر ده لاسته رواړو.

په پای کې د دواړو هیوادونو د پانګه اچونکو تر منځ B2B مجلس و شو او په پایله کې د ۴،۵ میلیونه ډالره په اندازه د دواړو هیوادونو د سرمایه ګذارانو تر منځ د ګډ تجارت تفاهم لاسلیک شو.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۴ - ۱۴:۴۴
Background image

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، ښاغلي مولوي احمدالله زاهد، نن په بنګله‌دېش کې د (BKMEA)تر چتر لاندې د ټوکر له یو شمېر سترو تولیدي فابریکو څخه لیدنه وکړه

(BKMEA)   (Bangladesh Knitwear Manufacturers & Exporters Association) د بنګله‌دېش له مهمو او اغېزمنو صنعتي اتحادیو څخه ده چې زرګونه د ټوکر تولیدوونکې فابریکې تر خپل چتر لاندې لري. دغه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۴ - ۱۱:۶
Background image

په ډاکه کې د افغانستان او بنګله‌دېش ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره ناسته

تیره ورځ د بنګله‌دیش هیواد په پلازمینه ډاکه کې د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال او ورسره مل رسمي پلاوي او یو شمیر افغان سوداګرو

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲ - ۱۲:۱۲
Background image

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین د بنګله‌دېش هېواد د درملو تولیدي فابریکو څخه لیدنه وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، مولوي احمدالله زاهد، او ورسره مل پلاوي د بنګله‌دېش هېواد په پلازمېنه ډاکه کې د درملو له دوو سترو او پېژندل شوو تولیدي فابریکو. . .

BACK TO NEWS