د ازبکستان هېواد له یوه تن پانګوال سره لیدنه

anwar_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۱۸ - ۱۱:۵۳
د ازبکستان هېواد له یوه تن پانګوال سره لیدنه

یکشنبه 8 شوال المکرم 1446 / 17 حمل 1404

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست محترم الحاج نوالدین عزیزي، پرون تر غرمې وروسته، د هېواد د خصوصي سکتور د یو څو مشرانو او غړیو لکه د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د لومړي مرستیال محترم محمدیونس مهمند، د افغانستان او پاکستان د ګډې سوداګریزې خونې رییس محترم خان‌خان الکوزي او د افغانستان د کرهنې، اوبو لګولو او مالدارۍ د خونې رییس محترم شیرآغا سخي په شتون کې د ازبکستان هېواد له یوه پانګوال او د هغه له مل پلاوي سره وکتل.

پدې کتنه کې د ازبکستان هېواد دغه پانګوال د نساجۍ یا ټوکر اوبدلو، خیاطۍ، د سمنټو، ګول سیخ او شېشې د تولیدي فابریکو د جوړولو په برخه کې خپل پلانونه د صنعت او سوداګرۍ له سرپرست وزیر سره شریک کړل او زیاته یې کړه چې دی د مالدارۍ او چرګانو ساتلو په برخه کې هم د کار او فعالیت لیوالتیا لري. نوموړی همدارنګه ازبکستان ته د افغانستان صادراتو د زیاتوالي غوښتونکی شو او زیاته یې کړه چې د ازبکستان خلک د افغانستان له صنعتي او تولیدي پرمختیا سره تر ډیره ناآشنا دي او پدې تړاو لا زیات پوهاوي ته اړتیا شته.

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست محترم الحاج نوالدین عزیزي د نوموړي ازبکستاني پانګوال پروګرامونه وستایل او څرګنده یې کړه چې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې لکه د سړو خونو جوړول، د نفتي توکیو د تصفیې خونې او د نیالګیو، بوټو او تخمونو د اصلاح کولو لپاره زمینه برابره ده او د دواړو هېوادو خصوصي سکتورونه کولای شي پدې اړه په ګډه کار وکړي.

محترم الحاج عزیزي په ریل ګاډي کې د افغاني سوداګرو د مالونو د بارګیرۍ په لار کې د آسانتیاوو راوستلو په لار کې او په دواړو هېوادو کې د سکنرونو پر فعالیدو په ټینګار سره وویل چې د افغانستان د سوداګرۍ او ترانزیت د ودې په موخه باید له دغه لارې خنډونه لیري او پر باور جوړونه کار وشي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۱۸ - ۱۱:۵۳
Background image

د ازبکستان هېواد له یوه تن پانګوال سره لیدنه

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست محترم الحاج نوالدین عزیزي، پرون تر غرمې وروسته، د هېواد د خصوصي سکتور د یو

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۱۸ - ۱۱:۴۸
Background image

د خصوصي سکتور له خوا د کابل په ده سبز لسوالۍ کې د صنعتي پارک له جوړښت سره لیوالتیا

د ا.ا.ا د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست محترم الحاج نورالدین عزیزي نن تر غرمې وروسته د هېواد له ملي او نړیوال سوداګر محترم الحاج خلیل ځدران، د پلچرخي

یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۱۷ - ۱۱:۲۷
Background image

د خصوصي سکتور له غړیو سره مشورتي آن لاین ناسته

د ا.ا.ا. د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست محترم الحاج نورالدین عزیزي د روسیې د کازان ښار په نړیوال حلال نندارتون کې د افغانستان د فعال ګډون

BACK TO NEWS