د امام ابو حنیفه (رح) درېیم ملي او نړیوال نندارتون پرانیستل شو

anwar_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۶ - ۹:۲۳
د امام ابو حنیفه (رح) درېیم ملي او نړیوال نندارتون پرانیستل شو

یکشنبه ۳ ربیع الثانی ۱۴۴۶ / ۱۵ تله ۱۴۰۳

د افغانستان د سلامي امارت د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر، د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست محترم الحاج نورالدین عزیزي، د اسلامي امارت د کابینې د ځینو غړیو، د دوستو هېوادونو د ډیپلوماټیکو استازیو او د هېواد د خصوصي سکتور د ځینو مشرانو په ګډون نن د میزان(تلې) په ۱۵مه، د امام ابوحنیفه درېیم ملي او نړیوال نندارتون په کابل کې پرانیستل شو.

دغه ملي او نړیوال نندارتون د  افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې د خونې له خوا د صنعت او سوداګرۍ وزارت په همکارۍ پرانیستل شوی او کورني او بهرني تولیدات او محصولات په ۷۰ غرفو کې د اوو ورځو لپاره نندارې ته وړاندې شوي دي.

د افغانستان د اسلامي امارت د وزیرانو شورا اقتصادي مرستیال د دې نندارتون په پرانیست غونډه کې، هر هېواد ته خپل کورني تولیدات خورا اهمیت وړ وبلل او خلکو ته یې د تولیداتو او محصولاتو د ورپېژندنې په لار کې د دې ډول نندارتونو جوړول اړین وګڼل او له بهرنیو پانګوالو یې وغوښتل تر څو د افغاني صادراتو د پروسس او بسته بندۍ په برخه کې پانګونه وکړي.

پدې غونډه کې د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر محترم الحاج نورالدین عزیزي د ایران، پاکستان، قطر، ترکیې، چین او نورو هېوادو د ډیپلوماتانو او همدارنګه د ایران د سیستان او بلوچستان ایالت د والي له حضور څخه په مننې سره وویل : افغانستان له ټولو هېوادو سره تعامل ته تیار دی او د نړۍ له ټولو هېوادو هم غواړي تر څو له افغانستان سره خپل تعاملات پیاوړي کړي.

ښاغلي الحاج عزیزي په صنعتي سیمو قانون په اړه په خبرو سره، له هغه بېرته راګرځېدونکو افغانانو سره چې په خپل هېواد کې پانګونه کوي د دولت د همکارۍ یادونه وکړه ویې ویل چې د افغانستان د اسلامي امارت ټول چارواکي د خصوصي سکتور له اقتصادي پروګرامونو بشپړ ملاتړ کوي.

تر دې وروسته په یاد پروګرام کې د کانونو او پترولیم سرپرست وزیر محترم هدایت‌الله بدري، د کرهنې او اوبو لګولو وزارت سرپرست عطاالله عمري، د عامې روغتیا سرپرست محترم مولوی نورجلال جلالي، د جارو د ادارې لوی رییس شیخ نورالحق نور، د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین محترم شیرمحمد عباس ستانکزی، د مالیې وزارت معین محترم مولوي زبیر او د امر بالمعروف ونهي عن المنكر وزارت معین محترم مولوي صدیق الله د خپلو لاسته راوړونو او فعالیتونو په اړه خبرې وکړې.

همدارنګه په یاده غونډه کې د سوداګرۍ او پانګونې د خونې مرستیال محمد یونس مهمند او عبدالجبار صافي هم ویناوې وکړې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۹:۱۱
Background image

نړیوالو بازارونو ته د افغاني محصولاتو د رسیدو په موخه ستر ګام

 نن یکشنبه د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد په حضور کې د یاد وزارت د سوداګرۍ چارو لوی رئیس الحاج ملا جنت ګل اخند،

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۴:۳
Background image

د پاکستان د HRL شرکت د افغانستان په بېلابېلو اقتصادي برخو کې د پانګونې ژمنه وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، محترم مولوي احمدالله زاهد، د پاکستان

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۲ - ۸:۳۱
Background image

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین په مشرۍ د پاکستان سفر مهمې پایلې

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد په مشرۍ لوړپوړی پلاوی له دوه ورځني سفر وروسته له پاکستانه کابل ته را ستون شو. یاد سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ

BACK TO NEWS