د تشبثاتو سکتور د ملاتړ او پیاوړتیا په موخه له ۱۵ موسسو سره د هوکړه لیکونو لاسلیک

anwar_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۸ - ۹:۱۷
د تشبثاتو سکتور د ملاتړ او پیاوړتیا په موخه له ۱۵ موسسو سره د هوکړه لیکونو لاسلیک

پنجشنبه 6 رمضان المبارک 1446 / 16 کب 1403

د ا.ا.ا.د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست محترم الحاج نورالدین عزیزي نن پنجشنبه د ۱۴۰۳ لمریز کال د کب په ۱۶مه نېټه د تشبثاتو سکتور څخه د ملاتړ او پیاوړتیا په موخه له ۱۵ ملي او نړیوالو موسسو سره د همکارۍ هوکړه لیکونه لاسلیک کړل.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مشرتابه د حلال رزق پر ګټلو او په چارو کې پر صداقت باندې په ټینګار سره وویل چې د پروژو د پلي کولو پر وخت باید هڅه وشي چې حق خپل حقدار ته ورسېږي.

ټاکل شوې ده چې دغه ۱۵ موسسې به د ۱۲ میلیونه  ۴۷۵ زرو څلور سوه شپږ امریکایي ډالرو په ارزښت پراختایي او ښوونیزې پروژې په تېره بیا د کار زېږولو، پرمختګ،په هېواد کې د غالیو د صنعت د ودې، د جواهراتو او لاسي صنایعو د پرمختګ،د وړو او مینځنیو صنعتونو په لار کې د شته خنډونو د پېژندنې، د کورنیو لبنیاتو، سبزیچاتو او نورو اړتیا وړ توکیو د تولید او پروسس په برخه کې اړمنو کورنیو ته د روزنې او هغوی ته د اړتیا وړ وسایلو د برابرولو، د پستې او نورو اړتیا وړ توکیو د بسته بندۍ په برخه کې روزنه او مالي سواد،د پستې اړوند ماشینونو اخیستنې او تجهیز، له هغې څخه د یوه برند جوولو په برخه کې پلې کړي او د اتو تنو وړو او مینځنیو متشبثینو لپاره د سولري سیستم جوړونه او نصب چې په ټوله کې به په ۱۶ ولایتونو کې د تشبثاتو په برخه کې دغه پروژې پلې کړي.

 د یادونې وړ ده چې له دغه پروژو څخه به اوه زره او ۶۷۳ تنه په کابل، پکتیا، پکتیکا، خوست، بلخ، کندهار، لوگر، کندوز، بغلان، بدخشان، بادغیس، فاریاب، جوزجان، ننگرهار، تخار او بامیان ولایتونو کې ګټه واخلي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۸ - ۱۴:۳۵
Background image

د جوزجان ولایت کې د کورنیو تولیداتو ملي نندارتون په رسمي ډول پرانیستل شو

د سیکارام احمدي بازارموندنې شرکت له خوا، د صنعت او سوداګرۍ وزارت په همکارۍ د کورنیو تولیداتو او محصولاتو ملي نندارتون د جوزجان ولایت والي

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۳ - ۱۴:۵
Background image

د ا.ا.ا.  د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي اړیکو رئيس او د صنعتي پارکونو له لوی رئیس، د هند د ټوکر (ټکسټایل) وزارت له مسوولینو سره وکتل

په دغه ناسته کې د افغانستان او هند تر منځ د اقتصادي او صنعتي همکاریو پر پراخېدو او پیاوړتیا په ځانګړي ډول، دواړو خواوو د پنبې د تولید او پروسس، د بشري ظرفیت لوړونې، د صنایعو د معیاري. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۵:۵۲
Background image

د ریاست الوزرا عالي مقام اقتصادي مرستیال الحاج ملا براردر اخند په کندهار ولایت کې د نساجي صنعتي پارک په رسمي ډول افتتاح کړ

په یاد صنعتي پارک کې د سړکونو جوړولو او کانالیزاسیون پروژه هم پیل شوه چې څه باندي ٢٨ میلیونه افغانۍ ارزښت لري چې د یاد صنعتي پارک

BACK TO NEWS