د حرارتي برېښنا په تولید کې د بهرنیو پانګوالو لېوالتیا

reza_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۸/۹ - ۸:۴۰
د حرارتي برېښنا په تولید کې د بهرنیو پانګوالو لېوالتیا

یک شنبه مورخ ۴ربیع الثانی ۱۴۴۴/۸لړم ۱۴۰۱

د صنایعو او سوداګرۍ وزارت سرپرست الحاج نورالدین عزیزي د دغه وزارت په رسمي تالار کې له یو شمېر بهرنیو پانګوالو سره وکتل.

په دې غونډه کې برخه والو پانګوالو د پانګې اچونې اندازه، د ماشینرۍ د نصبولو لپاره د ځمکې ساحه، د یو ټن ډبرو سکرو څخه د تولید شوي بریښنا اندازه او یو شمیر نور مسایل په پریزنټیشن کې په تفصیل سره بیان کړل . دغه راز دوی په کابل ښار کې له راټولو شویو کثافاتو څخه د تېلو د تولید په اړه خپل راتلونکی پلان څرګند کړ.

همدارنګه ښاغلي الحاج عزیزي په افغانستان کې د پانګونې په برخه کې د دوی د لېوالتیا هرکلی وکړ او ویې ویل چې موږ له پانګوالو سره همکارۍ ته چمتو یو. هغه زياته کړه، که اړتيا پيدا شي، يو يا څو افغان پانګوال به په ګډه په دې پروژه کې د پانګونې لپاره ور وپېژندل شي، ترڅو دوی سره په ګډه په دې پروژه کې پانګونه وکړي چې ګټه به يې د دوى او افغان پانګوالو دواړو ته وي.

همدارنګه ښاغلي الحاج عزیزي د دوی پلانونه تایید کړل او د ځمکې او نورو مسایلو په برخه کې یې د همکارۍ ژمنه وکړه او د یو داسې کمپلکس پر جوړولو یې ټینګار وکړ چې د ډبرو سکرو د تولید ټولې فابریکې به په یو ځای کې فعالیت وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۹:۱۱
Background image

نړیوالو بازارونو ته د افغاني محصولاتو د رسیدو په موخه ستر ګام

 نن یکشنبه د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد په حضور کې د یاد وزارت د سوداګرۍ چارو لوی رئیس الحاج ملا جنت ګل اخند،

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۴:۳
Background image

د پاکستان د HRL شرکت د افغانستان په بېلابېلو اقتصادي برخو کې د پانګونې ژمنه وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، محترم مولوي احمدالله زاهد، د پاکستان

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۲ - ۸:۳۱
Background image

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین په مشرۍ د پاکستان سفر مهمې پایلې

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد په مشرۍ لوړپوړی پلاوی له دوه ورځني سفر وروسته له پاکستانه کابل ته را ستون شو. یاد سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ

BACK TO NEWS