د سوداګري وزارت مرستیال د کندهار له والي سره وکتل

reza_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۵/۱۱ - ۱۴:۲۱
د سوداګري وزارت مرستیال د کندهار له والي سره وکتل

د صنعت او سوداګري وزارت مرستیال ښاغلي مولوي قدرت الله جمال د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د کندهار ولایت له والي ښاغلي حاجي یوسف وفا سره وکتل.

ښاغلي جمال د مل پلاوي په ملتیا له والي سره په لیدنه کې ولایت په سوداګریزو موضوعاتو تفصیلي خبرې وکړې. نوموړي له والي څخه وغوښتل تر څو د سوداګریزو فعالیتونو په وړاندې د پرتو ستونزو د حل لپاره اړین اقدامات وکړي.د صنعتي پارک د سرک, برېښنا او کلینیک اړوند ستونزې عمده او د پام وړ وبلل شوې.

د کندهار والي ښاغلي وفا د پلاوي له ورتګ څخه د مننې تر څنګ ډاډ څرګند کړ چې د ستونزو د حل په موخه به ولایتي اداره چټک او اغېزمن ګامونه پورته کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۹:۱۶
Background image

کندهار ولايت ته د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین سفر

د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلی مولوي احمدالله زاهد د خپل سفر په ترڅ کې د کندهار ولایت د سوداګرۍ او پانګونې؛ د صنایعو او کانونو خونو له مسئولینو، مدیره پلاوي، ملي سوداګرو، پانګوالو

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۷ - ۸:۵۱
Background image

د صنعت او سوداګرۍ چارو معين ښاغلي مولوي احمد الله زاهد د هلمند ولايت له والي او صنعت کارانو سره وليدل

د ليدنې په ترڅ کې قدرمن والي مولوي عبدالرحمن مسلم کندزي د هلمند صنعت کارانو ته معين صاحب ورمعرفي کړ، ترڅنګ یې په پانګوالو باندې د صنعت په

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۸:۴۹
Background image

په هرات ولایت کې صنعتکارانو ته د صنعتي ځمکو رسمي سندونه ووېشل شول

ترڅنګ یې د هرات صنعتي پارک اړوند پنځم فاز افتتاح او د سرک د هموارکارۍ پروژه د هرات د ټولګټو رياست سره قرارداد او عملا کار

BACK TO NEWS