د سوداګریز اسنادو د واحد مرکز دهمغږۍ غونډه

reza_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۳/۸ - ۱۵:۱۰
د سوداګریز اسنادو د واحد مرکز دهمغږۍ غونډه

یکشنبه: دغبرګولي (جوزا) ۸مه ۱۴۰۱

دصنعت اوسوداګرۍ وزارت  د مرستیال  ښاغلي مولوي قدرت الله جمال په مشرۍ د سوداګریزو ا وصادراتي اسنادو د بهیر د واحد مرکز د فعالیتونو تنظیم او ستونزو د حل په موخه له ټاکل شوي پلاوي سره د ولایتونونو داستازو د همغږۍ غونډه جوړه شوه.

په دغه غونډه کې  د ننګرهار، هرات، کندهار، بلخ او خوست ولايتونو د صنعت او سوداګرۍ د ریاستونو استازو  په انلاین بڼه  ګډون درلود.

په ولایاتو کې د دې وزارت استازو خپلې ستونزې څرګندې او د وزارت مشرتابه څخه يې دهغو دحل غوښتنه وکړه .همدا راز د سوداګریزو چارو عمومي رئیس  له ولایتي همکارانو وغوښتل چې خصوصي سکتور ته د خدماتو په وړاندې کولو  او همکارۍ کې لومړیتوب  ورکړی .

د صنعنت او سوداګرۍ وزارت مرستیال ښاغلي مولوی قدرت الله جمال د ولایاتو استازو ته لارښوونه وکړه چې خپلې ستونزې او لیدلوری د سوداګرو صنعت کارانو او نورو مراجعینو سره شریک کړئ ترڅو ټاکل شوې هئیت د ستونزو په هکله له ځانه سره روښانه انځور ولري او وکولاي څو په لنډ وخت کې یادې ستونزې حل کړاي شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۰:۳۳
Background image

د هند د سوداګرۍ له وزیر سره د صعنت او سوداګرۍ وزارت له مرستیال سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د صعنت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمد الله زاهد په نوې ډهلي کې د هند د صنعت او سوداګرۍ له وزیر ښاغلي جیتین

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲ - ۹:۲۸
Background image

په هرات ولایت کې لس فابریکې افتتاح شوې

سه شنبه په هرات ولایت کې د لسو صنعتي فابریکو د افتتاح مراسم ترسره شول. په دې مراسمو کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمدالله زاهد،

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۹:۱۱
Background image

نړیوالو بازارونو ته د افغاني محصولاتو د رسیدو په موخه ستر ګام

 نن یکشنبه د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد په حضور کې د یاد وزارت د سوداګرۍ چارو لوی رئیس الحاج ملا جنت ګل اخند،

BACK TO NEWS