د صنعتي پارکونو د وضعیت ښه والی او د بوستان سبز تولیدی شرکت فعالول

reza_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۵/۱۰ - ۱۴:۱۷
د صنعتي پارکونو د وضعیت ښه والی او د بوستان سبز تولیدی شرکت فعالول

سه شنبه مورخ ۱۴ محرم ۱۴۴۵ / ۱۰ زمری ۱۴۰۲

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د صنعتي پارکونو عمومي رئیس ښاغلي سیدمحمد نعیم محمدی د تخنیکي پلاوۍپه مشرۍ پروان ولایت ته سفر وکړ او د  دغه ولایت له والي سره یې لیدنه وکړه.

ښاغلي محمدي پروان ولایت ته یې د سفر موخه د صنعتي پارکونو د وضعیت څېړل، اغېزمن مدیریتي لارو چارو پېژندنه او د بوستان سبز تولیدي شرکت د فعالولو لپاره لازمو امکاناتو او اسانتیاوو  برابرول وباله.

 ښاغلي محمدی د پروان  ولایت له مسوولینو یې وغوښتل چې په د پروان ولایت د صنعت او سوداګرۍ ریاست سره همکاري وکړي.

د پروان ولایت والي ښاغلي مولوی عبیدالله امین زاده د صنعت او سوداګرۍ وزارت د پلاوي له راتګ څخه مننه وکړه او د هر اړخیزې همکاري او ملاتړ ډاډ ورکړ.

همداراز د صنعت او سوداګرۍ وزارت د صنعتي پارکونو عمومي رئیس او ورسره مل پلاوي د دغه ولایت د صنعت او سوداګرۍ رئیس په ګډون د پروان ولایت صنعتي پارکونو څخه لیدنه وکړه او د شرکتونو مسوولینو او د سیمې اوسیدونکو ته یې د دغه ولایت د صنعتي پارکونو د ستونزو د حل  په اړه معلومات ورکړل.

د پروان ولایت د صنعت او سوداګرۍ رئیس ښاغلي محمد یاسر د صنعت او سوداګرۍ وزارت د صنعتي پارکونو له عمومي رئیس او ورسره مل پلاوي څخه مننه وکړه او  د شرکتونو مسؤلینو ستونزي او وړاندیزونه یې د صنعت او سوداګرۍ وزارت د صنعتي پارکونو له رئیس سره شریک کړل.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۰:۳۳
Background image

د هند د سوداګرۍ له وزیر سره د صعنت او سوداګرۍ وزارت له مرستیال سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د صعنت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمد الله زاهد په نوې ډهلي کې د هند د صنعت او سوداګرۍ له وزیر ښاغلي جیتین

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲ - ۹:۲۸
Background image

په هرات ولایت کې لس فابریکې افتتاح شوې

سه شنبه په هرات ولایت کې د لسو صنعتي فابریکو د افتتاح مراسم ترسره شول. په دې مراسمو کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمدالله زاهد،

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۹:۱۱
Background image

نړیوالو بازارونو ته د افغاني محصولاتو د رسیدو په موخه ستر ګام

 نن یکشنبه د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد په حضور کې د یاد وزارت د سوداګرۍ چارو لوی رئیس الحاج ملا جنت ګل اخند،

BACK TO NEWS