د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال ارزګان ولایت ته سفر ترسره کړ

reza_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۸/۲ - ۱۴:۵۶
د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال ارزګان ولایت ته سفر ترسره کړ

سه شنبه مورخ 8 ربیع الثانی ۱۴۴۵ / ۲ لړم ۱۴۰۲

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي قدرت الله جمال ارزګان ولایت ته یو ورځنی سفر ترسره کړ.

نوموړي د سفر په ترڅ کې د ارزګان له والي مولوي محمد علي جان سره په ولایت مقام کې ولیدل. په دې لیدنه کې د یاد ولایت د سوداګریز وضعیت د ارزونې تر څنګ د سوداګرۍ وزارت له خوا سوداګرو ته په رامنځته شوو اسانتیاوو خبرې اترې وشوې. ښاغلي جمال زیاته کړه چې سوداګرۍ وزارت د هیواد د ټولو ولایتونو سوداګریز پرمختګ ته ژمن دی او هڅه کوي چې سوداګرو لپاره د فعالیت خوندي او متوازن چاپېریال رامنځته کړي. په وینا یې په همدې موخه ولایتي آمریتونه د ریاست درجې ته لوړ شوي او نن د ارزګان ولایت د سوداګرۍ آمریت د ریاست بڼه غوره کوي.

د وزارت مرستیال مولوي قدرت الله جمال د ارزګان د صنعت او سوداګرۍ ریاست پرانیسته وکړه او مولوي محمد شاهین یې د همدې ولایت د صنعت او سوداګرۍ ریاست د رئیس په صفت معرفي کړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۹:۱۱
Background image

نړیوالو بازارونو ته د افغاني محصولاتو د رسیدو په موخه ستر ګام

 نن یکشنبه د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد په حضور کې د یاد وزارت د سوداګرۍ چارو لوی رئیس الحاج ملا جنت ګل اخند،

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۴:۳
Background image

د پاکستان د HRL شرکت د افغانستان په بېلابېلو اقتصادي برخو کې د پانګونې ژمنه وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، محترم مولوي احمدالله زاهد، د پاکستان

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۲ - ۸:۳۱
Background image

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین په مشرۍ د پاکستان سفر مهمې پایلې

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد په مشرۍ لوړپوړی پلاوی له دوه ورځني سفر وروسته له پاکستانه کابل ته را ستون شو. یاد سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ

BACK TO NEWS