د غزني ولایت له صنعت کارانو او سوداګرو سره لیدنه

reza_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱۲/۱۷ - ۱۴:۲۳
د غزني ولایت له صنعت کارانو او سوداګرو سره لیدنه

سه شنبه : د کب ۱۷مه ۱۴۰۰

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د صنعت او سوداګریزو چارو مرستیال ښاغلی مولوی قدرت الله جمال  د غزنې ولایت د صنعت کارانو د اتحاديې له رئیس او غړو سره د ددې وزارت د یو شمیر رئیسانو په شتون کې د وزارت د غونډو په تالارکې ولیدل  او د هغوی د چارو پر وړاندې د شته خنډونو او ستونزو په هکله  يې خبرې وکړی.

د غزنې ولایت صنعت کارانو په یاد ولایت کې د اومه توکو د کموالي،د ګاونډیو هیوادونو د تولیداتو په  وارداتو،تولیداتو کې د ناسالم رقابت شتون، په بهرنیو نښو سره کورني تولیداتو عرضه ، د فعالو صنعتي ښارګوټو نشتون او نورې ستونزې په ګوته خپل وړاندیزنه او غوښنې يې څرګندې کړی.

د صنعتي ښارګوټو عمومي رئیس د ګډونوالو لخوا په هغه ۱۹ موضوعاتو په هکله چې په غونډه کې  وړاندې شوې وویل: باید یاد موضوعات په کتبې ډول د حکومت سره شریک کړاي شي،ترڅو قانونې بڼه غوره کړی ،نوموړي ژمنه  وکړه چې یاد ولایت ته به یو پلاوی واستوي ترڅو د صنعتي ښارګوتې د ستونزو په هکله څیړنه وکړي او راپور يې د وزارت مشرتابه سره د لا ښو پریکړو په هکله شریک کړی.

نوموړی زیاته کړه چې د تاریخ تیرو موادو او احتکار کمیټه به هر څه ژر په غزنې ولایت کې خپلې څیړنې ترسره کړی.

په پای کې د صنعت او سوداګریزو چارو مرستیال  ښاغلی مولوی قدرت الله جمال ددې خبرې په څرګندولو سره چې د دې وزارت دورازې د خصوصی سکټور او صنعت کارانو پرمخ پرانیستې دی ،زیاته  کړه: چې په بازارونو کې د ډالرو د تبادلې ،بانکونو او صرافیو پورۍ اړونده ستونزې د اقتصاد د عالی شورا په کمیسون کې تربحث لاندې نیول کیږی او ستونزي به حل شی.

ښاغلی جمال زیاته کړه موږ به ستاسي ټولو ستونزوته رسیدګې وکړو د ا.ا.ا سره هیڅ ډول سمتي او قومي موضوعات د بحث وړ نه دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۰:۳۳
Background image

د هند د سوداګرۍ له وزیر سره د صعنت او سوداګرۍ وزارت له مرستیال سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د صعنت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمد الله زاهد په نوې ډهلي کې د هند د صنعت او سوداګرۍ له وزیر ښاغلي جیتین

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲ - ۹:۲۸
Background image

په هرات ولایت کې لس فابریکې افتتاح شوې

سه شنبه په هرات ولایت کې د لسو صنعتي فابریکو د افتتاح مراسم ترسره شول. په دې مراسمو کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمدالله زاهد،

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۹:۱۱
Background image

نړیوالو بازارونو ته د افغاني محصولاتو د رسیدو په موخه ستر ګام

 نن یکشنبه د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد په حضور کې د یاد وزارت د سوداګرۍ چارو لوی رئیس الحاج ملا جنت ګل اخند،

BACK TO NEWS