د لوژستیکي او تولیدي شرکتونو له استازو سره لیدنه

reza_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۸/۱۸ - ۱۲:۷
د لوژستیکي او تولیدي شرکتونو له استازو سره لیدنه

سه‌شنبه: د لړم ۱۸مه ۱۴۰۰

د صنعت  او سوداګرۍ وزارت سرپرست ښاغلي نورالدین عزیزي د دې وزارت  د لوژستیکي او تولیدي شرکتونو له استازو سره د یاد وزارت د غونډو په تالار کې وکتل او د هغوی پر ستونزو یې خبرې وکړې.

دوی د پیسو د انتقال، د پورونو د ورکړې او له بانکونو څخه د ۵ سلنه پیسو د ترلاسه کولو او د هېواد له امنیتي سکتورونو څخه د خپلو پورونو د ترلاسه کولو په اړه خبرې وکړې او د دغو ستونزو د حل غوښتنه یې وکړه.

ښاغلي عزیزی د غونډې د ګډونوالو ستونزې یو شان وبللې، ویې ویل چې تیره ورځ  د وزیرانو شورا په غونډه کې دخصوصي سکتور او شرکتونو پر ستونزو خبرې وشوې اود یادو شرکتونو څخه يې غوښتنه وکړه تر لسو نفره استازي د زیات بحث اوستونزو د حل په موخه د مالي وزارت او مرکزي بانک سره د ګډې غونډې لپاره معرفې کړي .

پای کې  د لوژستیکي او تولیدي شرکتونو استازو د وزارت مشرتابه ته بلنه ورکړه ترڅو  د دوی له فابریکو څخه لیدنه وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۰:۳۳
Background image

د هند د سوداګرۍ له وزیر سره د صعنت او سوداګرۍ وزارت له مرستیال سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د صعنت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمد الله زاهد په نوې ډهلي کې د هند د صنعت او سوداګرۍ له وزیر ښاغلي جیتین

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲ - ۹:۲۸
Background image

په هرات ولایت کې لس فابریکې افتتاح شوې

سه شنبه په هرات ولایت کې د لسو صنعتي فابریکو د افتتاح مراسم ترسره شول. په دې مراسمو کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمدالله زاهد،

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۹:۱۱
Background image

نړیوالو بازارونو ته د افغاني محصولاتو د رسیدو په موخه ستر ګام

 نن یکشنبه د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد په حضور کې د یاد وزارت د سوداګرۍ چارو لوی رئیس الحاج ملا جنت ګل اخند،

BACK TO NEWS