د مالیزیا هیواد د اسلامی سازمان د مشورتي شورا له استازو سره لیدنه 

reza_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۱۲/۲۳ - ۸:۳۱
د مالیزیا هیواد د اسلامی سازمان د مشورتي شورا له استازو سره لیدنه 

یکشنبه د کب ۲۲مه ۱۴۰۰

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست ښاغلي نورالدین عزیزي د مالیزیا هیواد د اسلامی سازمان د مشورتې شورا له استازو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

په دې لیدنه کې ښاغلی حاج فدهل بن عثمان خبرې وکړی او افغانستان سره یې د مالیزیا د ولسونو،دولت او خصوصي سکټورله لیوالتیا  څخه یادونه وکړه.

ښاغلی فدهل بن عثمان په ډاګه وویل: چې هیواد يې  په افغانستان کې پانګونې ته لیواله دی او هربرخه کې چې افغانستان  ضرورت ولری پانګونه به وکړی.

ورپسی د صنعت او سوداګرۍ وزیر ښاغلي عزیزی د دواړو هیوادونو د مشترکاتو،د وزارت پلانونو،په هیواد کې د پانګونې پرفرصتونو او د دواړو هیوادونو ترمنځ د همکارۍ د زمینې په مساعدوالې خبرې وکړې.

،زیاته يې کړه: مالیزیا د کانونو، د زیربیناوو په ځانګړې ډول د لویو لارو ،د اوسپنې پټلۍ،بريښنا او غوړیو په تولید کې ښه تجربه لري له همدې امله په دې برخو کې کولاي شو اغیزمنه همکاري ولرو.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۰:۳۳
Background image

د هند د سوداګرۍ له وزیر سره د صعنت او سوداګرۍ وزارت له مرستیال سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د صعنت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمد الله زاهد په نوې ډهلي کې د هند د صنعت او سوداګرۍ له وزیر ښاغلي جیتین

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲ - ۹:۲۸
Background image

په هرات ولایت کې لس فابریکې افتتاح شوې

سه شنبه په هرات ولایت کې د لسو صنعتي فابریکو د افتتاح مراسم ترسره شول. په دې مراسمو کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمدالله زاهد،

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۹:۱۱
Background image

نړیوالو بازارونو ته د افغاني محصولاتو د رسیدو په موخه ستر ګام

 نن یکشنبه د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد په حضور کې د یاد وزارت د سوداګرۍ چارو لوی رئیس الحاج ملا جنت ګل اخند،

BACK TO NEWS