د مالیې سرپرست وزیر سره د صنعت او سوداګرۍ وزیر لیدنه

reza_admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۳/۶ - ۸:۵
د مالیې سرپرست وزیر سره د صنعت او سوداګرۍ وزیر لیدنه

چهارشنبه: دغبرګولي ۵مه ۱۴۰۰

د صنعت او سوداګرۍ وزیر ښاغلي نثار احمد غوریاني د مالیې وزارت  سرپرست وزیر، ښاغلي محمد خالد پاینده سره د هیواد په ګمرکونواو سوداګریزو بندرونو کې د  وروستیوسوځیدنو، د دوی سره د چلند په څرنګوالي او په راتلونکې کې د دا ډول پیښو د مخنیوي په اړه خبرې وکړې.

په دې ناسته کې  پیښو ته د رسیدنې په چارو کې د دولت وزیرښاغلي غلام بهاالدین جیلاني، دهغه ترانسپورتي وسایطو او باروړونکو موټرانو هغه قربانیان چې د هرات د اسلام کلا د ګمرک په اورلګیدنه کې زیانمن شوي وو هم شتون درلود.

د غونډې په بهیر کې ، د صنعت او سوداګرۍ وزیر، د مالیې سرپرست وزیر او حوادثو د څیړنې په چارو کې دولت وزیر ژمنه وکړه چې د اغیزمنو لاریو چلوونکو ستونزې به حل او د دوی د ستونزو په اړه به وروستی راپورد ولسمشر لومړی مرستیال سره شریک کړی.

 د غونډې په پای کې ، د صنعت او سوداګرۍ وزیر ښاغلي نثار احمد غوریاني د هیواد په ګمرکونو او بندرونو کې له فساد سره مبارزه په هکله د مالیې سرپرست وزیرښاغلي محمد خالد پاینده وروستي هڅې  وستایلې،کوم چې او د سوداګرو او صنعتکارانو لپاره د لازمو اسانتیاو برابرولو کې مرسته کوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۹:۲۹
Background image
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۶ - ۸:۲۴
Background image

د چین د نړیوالې سوداګرۍ د ودې شورا مرستیال او د افغانستان ا.ا د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مرستیال تر منځ د لیدنې راپور

د چین د نړیوالې سوداګرۍ د ودې شورا مرستیال ښاغلي چین جیانان د افغانستان ا.ا د د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مرستیال  او پلاوي ته تود هرکلی

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۵ - ۸:۳۱
Background image

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین مولوي احمدالله زاهد د چین هیواد د ګمرکونو د عمومي ادارې له مرستیال سره و کتل

تیره ورځ د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال، ښاغلي احمدالله زاهد، د چین د ګمرکاتو د عمومي ادارې له مرستیال سره رسمي کتنه ترسر

BACK TO NEWS