د نړیوال  ترانسپورت له مشر سره د صنعت او سوداګرۍ مرستیال لیدنه

reza_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۵/۱۷ - ۹:۲۰
د نړیوال  ترانسپورت له مشر سره د صنعت او سوداګرۍ مرستیال لیدنه

شنبه:د زمري۱۶مه ۱۴۰۰

 د صنعت او سوداګرۍ وزارت د صنعت او سوداګریزو چارو  مرستیال ښاغلي محمد سلیمان بن شاه او په نړیوال سوداګریز سازمان کې د افغانستان سفیر او دایمي استازي سیدرامین زیوري د یاد سازمان (IRU) له رییس ښاغلي ډینسکو او ددې سازمان د کارپوهانو سره په کتنه کې د افغانستان د حمل او نقل پر مسائیلو يې خبرې وکړي.

په دې ناسته کې ، ښاغلي ډینسکو، د صنعت او سوداګرۍ مرستیال او ورسره پلاوي ته ښه راغلاست ووایه، د سړک دترانسپورت نړیوال سازمان فعالیتونو او پروګرامونوپه اړه یې معلوماتو ورکړل او د افغانستان اسلامي جمهوری دولت سره يې د سړک دترانسپورت په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.

 ښاغلي بن شاه، دسړک د ترانسپورت دنړیوال سازمان مشر څخه د دې غونډې او د افغانستان لپاره د دوی دوامداره ملاتړ څخه مننه وکړه،د سیمه ایزواړیکو په اهمیت یې ټینګار وکړ، ویې ویل چې د جغرافیوي موقعیت په پام کې نیولو سره ، افغانستان په وچه کې راګیر،د منځنۍ او سویلي اسیا ترمینځ د اړیکې ټینګولو هیواد دي.

نوموړي زیاته کړه چې افغانستان د سوداګرۍ او ترانزیټي هوکړۍ پوره کولو او د TIR سیسټم پلي کولو ته ژمن دی او هم به  دسیمه ایزو اړیکو پراختیا لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

ښاغلي بن شا د افغانستان د سوداګرۍ-ټرانزیټ ځینو مهمو خنډونو او ننګونو ته په اشارې سره،د دې خنډونو دلرې کولو لپاره په تخنیکي مسلکي او د وړتیاو لوړلوبرخه  کې د یاد سازمان د ملاتړ او همکارۍ غوښتنه وکړه .

دغوندۍ په پای کې دسړک دترانسپورت نړیوال سازمان رییس،له افغانستان سره دیاد سازمان د همکاریو پر دوام دټینګارترڅنګ، په راتلونکې کې د افغانستان د ترانسپورتي او ترانزیټي سیستم د ملاتړ اوپراخه همکاریو ژمنه وکړه .

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۴ - ۱۴:۴۴
Background image

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، ښاغلي مولوي احمدالله زاهد، نن په بنګله‌دېش کې د (BKMEA)تر چتر لاندې د ټوکر له یو شمېر سترو تولیدي فابریکو څخه لیدنه وکړه

(BKMEA)   (Bangladesh Knitwear Manufacturers & Exporters Association) د بنګله‌دېش له مهمو او اغېزمنو صنعتي اتحادیو څخه ده چې زرګونه د ټوکر تولیدوونکې فابریکې تر خپل چتر لاندې لري. دغه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۴ - ۱۱:۶
Background image

په ډاکه کې د افغانستان او بنګله‌دېش ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره ناسته

تیره ورځ د بنګله‌دیش هیواد په پلازمینه ډاکه کې د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال او ورسره مل رسمي پلاوي او یو شمیر افغان سوداګرو

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲ - ۱۲:۱۲
Background image

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین د بنګله‌دېش هېواد د درملو تولیدي فابریکو څخه لیدنه وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، مولوي احمدالله زاهد، او ورسره مل پلاوي د بنګله‌دېش هېواد په پلازمېنه ډاکه کې د درملو له دوو سترو او پېژندل شوو تولیدي فابریکو. . .

BACK TO NEWS