د نړیوال سوداګریز سازمان سره د افغانستان د ژمنو په تعقیب ټینګار.

yonus_shafaq
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۸ - ۱۵:۲۰
د نړیوال سوداګریز سازمان سره د افغانستان د ژمنو په تعقیب ټینګار.

دو‌شنبه د کب ۱۸ مه ۱۳۹۹

د نړیوال سوداګریز سازمان د وزارتونو ترمنځ دکمیټې دولسمه تخنیکې غونډه او د سوداګریزو اسانتیاوو تړون غونډه د صنعت او سوداګرۍ د وزیر ښاغلي نثار احمد غوریاني په مشري، د دولت ،خصوصي سکتور او نړیوالو غړوبنسټونو د استازو په ګډون ددې وزارت د غونډو په تالار کې ترسره شوه .

د غونډې په پیل کې د صنعت او سوداګرۍ وزیر ټینګار وکړ چې د نړیوال سوداګریز سازمان سره د افغانستان ژمنې او د سوداګریزو چارو د اسانتیا تړون دې په جدې توګه تعقیب او پلي شي.

ښاغلي غوریانی زیاته کړه چې د نړیوال سوداګریز سازمان سره د افغانستان د ژمنو،تعقیب او پلي کول،د سوداګریزو اسانتیاووتړون ، د نړۍ سره د افغانستان د سوداګرۍ د پراختیا او معیاري کولو لپاره زمینه برابروي.

په دې غونډه کې په کمیټه کې شاملو دولتي او خصوصی سکتور غړو دنړیوال سوداګریز سازمان او سوداګریزو اسانتیاوو د تړون پر وړاندې د خپلو ژمنو په هکله راپور وړاندې کړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۰:۳۳
Background image

د هند د سوداګرۍ له وزیر سره د صعنت او سوداګرۍ وزارت له مرستیال سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د صعنت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمد الله زاهد په نوې ډهلي کې د هند د صنعت او سوداګرۍ له وزیر ښاغلي جیتین

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲ - ۹:۲۸
Background image

په هرات ولایت کې لس فابریکې افتتاح شوې

سه شنبه په هرات ولایت کې د لسو صنعتي فابریکو د افتتاح مراسم ترسره شول. په دې مراسمو کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمدالله زاهد،

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۹:۱۱
Background image

نړیوالو بازارونو ته د افغاني محصولاتو د رسیدو په موخه ستر ګام

 نن یکشنبه د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد په حضور کې د یاد وزارت د سوداګرۍ چارو لوی رئیس الحاج ملا جنت ګل اخند،

BACK TO NEWS