د نړیوال سوداګریز سازمان په غونډه کې دافغانستان د دایمې سفیرګډون.

yonus_shafaq
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۲۱ - ۱۴:۳۳
د نړیوال سوداګریز سازمان په غونډه کې دافغانستان د دایمې سفیرګډون.
پنجشنبه د کب ۲۱ ۱۳۹۹
په نړیوال سوداګریز سازمان کې د افغانستان دایمي استازي ښاغلي سید رامین زیوري دیاد سازمان په عمومي غونډه کې د روان کال د مارچ په ۱-۲ نیټه چې دیاد سازمان په دفتر کې ترسره شوي وه ګډون او وینا وکړه.
ښاغلي زیوري په خپله وینا کې د یاد سازمان د غړو لخوا د نړیوال سوداګریز سازمان د غړو هیوادونو د وزیرانود کنفرانس د ترسره کیدو له پریکړې څخه چې په پام کې ده د ۲۰۲۱ کال د نوامبر په میاشت کې د سویس هیواد د جینیوا په ښار کې ترسره شي ستاینه وکړه او یادونه یې وکړه چې افغانستان، دې کنفرانس ته د یوې مهمي غونډي په سترګه ګورې چې غړې هیوادونه به یو بل سره په همکارۍ بنسټیزو پایلو ته ورسیږي.
په نړیوال سوداګریز سازمان کې دافغانستان دایمي استازي په نړیوال سوداګریز سازمان کې افغانستان غړیتوب اوترسره شوي فعالیتونه په هکله چې په تیرو دري کلونو کې يې د g7 + WTO Accession Group سره همغږي کړي دي لازم معلومات وړاندې کړل.
ښاغلي زیوري د ازبکستان هیواد لخوا په نړیوال سوداګریز سازما ن کې د خپل عضویت په هکله د خبرو د بیا پیل څخه د مننې ترڅنګ په ۲۰۲۰ کال کې د ناظر غړې په توګه دشتون مبارکي وویله او د غړوهیوادونو څخه یې غوښتنه وکړه چېد نړیوال سوداګریزسازما د غړیتوب په ترلاسه کولو کې دې د کم پرمختګ لرونکو هیوادونو ستونزې او د جنګ څخه متاثرتوب په ځانکړې ډول په دې روانو سختو شرایطو کې په پام کې ونیسي.

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۰:۳۳
Background image

د هند د سوداګرۍ له وزیر سره د صعنت او سوداګرۍ وزارت له مرستیال سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د صعنت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمد الله زاهد په نوې ډهلي کې د هند د صنعت او سوداګرۍ له وزیر ښاغلي جیتین

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲ - ۹:۲۸
Background image

په هرات ولایت کې لس فابریکې افتتاح شوې

سه شنبه په هرات ولایت کې د لسو صنعتي فابریکو د افتتاح مراسم ترسره شول. په دې مراسمو کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمدالله زاهد،

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۹:۱۱
Background image

نړیوالو بازارونو ته د افغاني محصولاتو د رسیدو په موخه ستر ګام

 نن یکشنبه د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد په حضور کې د یاد وزارت د سوداګرۍ چارو لوی رئیس الحاج ملا جنت ګل اخند،

BACK TO NEWS