د پاکستان د صنعت او سوداګرۍ له وزیر سره د ا.ا.ا. د صنعت او سوداګرۍ د سرپرست وزیر لیدنه

anwar_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۸ - ۱۸:۴۲
د پاکستان د صنعت او سوداګرۍ له وزیر سره د ا.ا.ا. د صنعت او سوداګرۍ د سرپرست وزیر لیدنه

 پنجشنبه19 شوال المکرم 1446 / 28 حمل 1404

د افغانستان د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست محترم الحاج نورالدین عزیزي او ورسره مل پلاوي نن په اسلام آباد کې د یوه دوه اړخیزه ناستې په ترڅ کې د پاکستان د صنعت او سوداګرۍ له وزیر محترم جام کمال خان او ورسره پلاوي سره وکتل.

پدې ناسته او کتنه کې دواړو لوریو د افغانستان او پاکستان تر مینځ پر د دوه اړخیزې ورورۍ او دوستۍ او د دواړو هېوادو تر مینځ پر د دوه اړخیزه تاریخي او اوږد مهاله ګټو باندې ټینګار وکړ د دواړو هېوادو تر مینځ یې د اپتا تړون دغزېدو، ترانزیتي آسانتیاوو او د توکیو له قاچاق څخه پر مخنیوي، پاکستان ته د افغانستان د ډبرو سکرو پر صادراتو، د تورخم بندر د فعالیت پر ۲۴ساعته کېدو، له غلام خان بندر څخه د سوداګرۍ د دوه طرفه کېدو، د دواړو هېوادو له خاورې څخه د بار وړونکو موټرونو د تېرېدو را تېرېدو، بانک ګرنټۍ او د بندرونو د تنظیم په موخه د یوه جامع میکانیزم پر ترتیب بحث او خبرې اترې وکړې.

همدا رنګه پدې ناسته کې د دواړو هېوادو تر مینځ د سوداګریزو اړیکو د ټینګښت په موخه د رغنده وړاندبرونو په وړاندې کولو او د پاکستان له خوا د دواړو هېوادو تر مینځ د سوداګریزو ستونزو د حل لپاره د یوې ګډې کومېټې پر جوړولو او ددې کومېټې د دوامداره غونډو پر دایریولو خبرې وشوې او په هغه هېواد کې د مېشته افغان کډوالو په تړاو هم  نظرونه سره تبادله شول.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۰:۳۳
Background image

د هند د سوداګرۍ له وزیر سره د صعنت او سوداګرۍ وزارت له مرستیال سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د صعنت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمد الله زاهد په نوې ډهلي کې د هند د صنعت او سوداګرۍ له وزیر ښاغلي جیتین

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲ - ۹:۲۸
Background image

په هرات ولایت کې لس فابریکې افتتاح شوې

سه شنبه په هرات ولایت کې د لسو صنعتي فابریکو د افتتاح مراسم ترسره شول. په دې مراسمو کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمدالله زاهد،

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۹:۱۱
Background image

نړیوالو بازارونو ته د افغاني محصولاتو د رسیدو په موخه ستر ګام

 نن یکشنبه د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد په حضور کې د یاد وزارت د سوداګرۍ چارو لوی رئیس الحاج ملا جنت ګل اخند،

BACK TO NEWS