د پي وي سي تولیدونکو سره ناسته

reza_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۲/۴ - ۸:۵۹
د پي وي سي تولیدونکو سره ناسته

شنبه: د غویي ۳مه ۱۴۰۱ 

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال ښاغلي مولوي قدرت الله جمال  د PVC تولید کونکو سره وکتل.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال وویل  چې د ا.ا.ا  په صنعتکارانو او د فابریکو پرخاوندان سل په سلو کې باور لري او د دوی په تولیداتو ویاړي، نومړې زیاته کړه  موږ ستاسو قدرداني کوو،تاسو زموږ همکاران، موږ په اړوندو څانګو او اقتصادي کمیسیون کې ستاسو استازیتوب او حقوقو څخه دفاع کوو.

په دې غونډه کې ګډونوالو د بازار د تقاضا پر پوره کولو د ټینګار ترڅنګ، د PVC وارداتود تعرفې د زیاتوالي غوښتنه وکړه.

د صنعت اوسوداګرۍ  وزارت  مرستیال د دوی له هڅو مننه وکړه او ویې ویل چې خپل ژمن لیک چمتو او په لنډ یزیې له وزارت سره شریک کړئ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۴ - ۱۴:۴۴
Background image

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، ښاغلي مولوي احمدالله زاهد، نن په بنګله‌دېش کې د (BKMEA)تر چتر لاندې د ټوکر له یو شمېر سترو تولیدي فابریکو څخه لیدنه وکړه

(BKMEA)   (Bangladesh Knitwear Manufacturers & Exporters Association) د بنګله‌دېش له مهمو او اغېزمنو صنعتي اتحادیو څخه ده چې زرګونه د ټوکر تولیدوونکې فابریکې تر خپل چتر لاندې لري. دغه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۴ - ۱۱:۶
Background image

په ډاکه کې د افغانستان او بنګله‌دېش ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره ناسته

تیره ورځ د بنګله‌دیش هیواد په پلازمینه ډاکه کې د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال او ورسره مل رسمي پلاوي او یو شمیر افغان سوداګرو

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲ - ۱۲:۱۲
Background image

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین د بنګله‌دېش هېواد د درملو تولیدي فابریکو څخه لیدنه وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، مولوي احمدالله زاهد، او ورسره مل پلاوي د بنګله‌دېش هېواد په پلازمېنه ډاکه کې د درملو له دوو سترو او پېژندل شوو تولیدي فابریکو. . .

BACK TO NEWS