د کندهار ولایت له صنعت کارانو سره د صنعت او سوداګرۍ د سرپرست وزیر لیدنه

anwar_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۵/۳۱ - ۱۰:۱۰
د کندهار ولایت له صنعت کارانو سره د صنعت او سوداګرۍ د سرپرست وزیر لیدنه

سه شنبه ۱۶ صفرالمظفر۱۴۴۶ / ۳۰ زمری ۱۴۰۳

د افغانستان د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست محترم الحاج نورالدین عزیزی، د کندهار ولایت له یو شمېر صنعت کارانو سره وکتل.

پدې لیدنه کې د کندهار ولایت محترمو صنعت کارانو خپلې ستونزې او هغه ګواښونه چې دوی ورسره مخ دي، د وزارت له مشرتابه سره مطرح کړل او دغه ستونزو ته د حل لارې د پیدا کولو غوښتونکي شول.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست الحاج عزیزی د دوی ستونزې واوریدې او دوی ته یې وویل ترڅو خپلې ستونزې په لیکلې بڼه له وزارت سره شریکې کړي چې د حل په موخه له اړونده ادارو سره هغه مطرح کړای شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۴ - ۱۴:۴۴
Background image

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، ښاغلي مولوي احمدالله زاهد، نن په بنګله‌دېش کې د (BKMEA)تر چتر لاندې د ټوکر له یو شمېر سترو تولیدي فابریکو څخه لیدنه وکړه

(BKMEA)   (Bangladesh Knitwear Manufacturers & Exporters Association) د بنګله‌دېش له مهمو او اغېزمنو صنعتي اتحادیو څخه ده چې زرګونه د ټوکر تولیدوونکې فابریکې تر خپل چتر لاندې لري. دغه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۴ - ۱۱:۶
Background image

په ډاکه کې د افغانستان او بنګله‌دېش ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره ناسته

تیره ورځ د بنګله‌دیش هیواد په پلازمینه ډاکه کې د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال او ورسره مل رسمي پلاوي او یو شمیر افغان سوداګرو

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲ - ۱۲:۱۲
Background image

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین د بنګله‌دېش هېواد د درملو تولیدي فابریکو څخه لیدنه وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، مولوي احمدالله زاهد، او ورسره مل پلاوي د بنګله‌دېش هېواد په پلازمېنه ډاکه کې د درملو له دوو سترو او پېژندل شوو تولیدي فابریکو. . .

BACK TO NEWS